چین وايي، د افغانستان سوله د سیمې او ګاونډیو هیوادونو لپاره زښت مهم دی
تاند- د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی لوکنګ د چهارشنبې په ورځ /جون ۱۴/ وویل، د افغانستان سوله او پرمختګ د سیمې او ګاونډیو هیوادونو لپاره خورا مهم دي.
ده په یوه خبري غونډه کې وویل«د همدې لپاره موږ وایو چې هر اقدام باید د افغانستان ملي حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي او د افغانستان د سولې بهیر ته لاره هواره کړي.»
کله چې د چین د بهرنیو چارو وزارت له ویندوی څخه وپوښتل شول چې ایا هیواد یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره د منځګړتوب رول په غاړه اخلي، ویاند وویل چې په دې اړه معلومات نه لري.
ده زیاته کړه«په اوصولو کې باید ووایم، چین تل د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د بهیر ملاتړ کوي.»
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني روانه اوونۍ په کابل کې یوې غونډې ته وویل«د لومړي ځل لپاره چین غواړي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې منځګړی واوسي او ژر به د چین د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راشي. له پاکستان سره سوله زموږ غوښتنه ده او باید د دوو حکومتونو ترمنځ سوله وشي.»
د ولسمشر غني له څرګندونو وروسته ارګ پرون /سې شنبه/ په یوه رسمي خبرپاڼه کې تایید کړه چې د چین د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی وانګ کابل ته راځي.
په خبرپاڼه کې کابل ته د چینايي وزیر د راتګ د نېټې یادونه نه ده شوې.
ټاکل شوې ده چې ښاغلی وانګ د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د څلور اړخیزو خبرو د بهیر د بیا پیلېدو چارې همږغې کړي.
دا پروسه په ۲۰۱۶ م کال وروسته له دې ناکامه شوه چې پاکستان له وعدې سره سره طالبان نه سولې ته حاضر کړل او نه یې له خپلې خاورې وایستل
نظرات بسته شده است.