چین افغانستان ته د سولې په تړاو د پیکنګ بین الافغاني خبرو کې د ګډون بلنه ورکړې لړم ۰۱, ۱۳۹۸

دآزادی راډیو

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د چین حکومت بلنه ورکړې چې په پیکنګ کې د افغانستان د سولې په تړاو په جوړېدونکې بین الافغاني غونډه کې برخه واخلي.

اسوشیتد پریس اژانس په قطر کې د طالبانو د دفتر د ویاند سهیل شاهین په نقل خبر ورکوي چې دا غونډه به د راتلونکې اونۍ د دوشنبه او سه شنبه ترسره شي او دوی به هم پکې برخه واخلي.

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل د سه شنبې په ورځ (اکټوبر ۲۲مه) ازادي راډیو ته وویل چې حکومت د استازیو د ګډون په اړه تر اوسه پریکړه نه ده شوې.

هغه وویل: “موږ په دې څو ورځو کې د چین له ډیپلوماتانو سره څو ځله ولیدل. دوی د یوه کنفرانس خبر ورکړ چې په هغه کې به د دوی په وینا افغان لوري له طالبانو سره د سولې په اړه بحثونه کوي. د افغانستان د حکومت په سطحه په دې اړه خبرې روانې دي. کله چې اخري پریکړه وشوه له هېوادوالو سره به یې شریکه کړو.”

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټرپاڼې لیکلي چې پرون (اکټوبر ۲۲مه) د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د طالبانو له سیاسي مرستیال او د قطر دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره لیدلي او په پیکنګ کې د افغانستان د سولې په تړاو جوړېدونکي بین الافغاني کنفرانس کې یې د ګډون بلنه ورکړې ده.

ښاغلي شاهین همدراز ویلي چې د پیګنګ ناسته په مسکو او دوحه کې د تېرو بین الافغاني ناستو لړۍ ده. نوموړي لیکلي: “ټول ګ‌‌‌‌‌‌ډونوال په شخصي توګه ګ‌‌‌‌‌‌ډون کوي او د افغانستان د مسئلې د حل دلارو چارو په اړه خپل شخصي نظر وړاندې کوي”.

په روان کال کې دوه ځلې دغه ډول ناسته په مسکو کې جوړه شوه چې د افغانستان یو شمېر سیاسي څېرو، د مدني ټولنې غړو او د ښځو حقونو فعالانو په کې ونډه درلوده. ورپسې د دوحې ناسته وه چې پر نورو لوریو سربېره ځینې حکومتي چارواکي او د ملي شورا غړي هم ورغلي وو.

طالبانو او یو شمېر افغان سیاستوالو د مسکو وروستۍ خبرې رغنده بللي
د دوحې ناستې پای؛ افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ختمېدو ټینګار وشو
بلخوا د افغانستان د سولې د خبرو په ارتباط د دوشنبې په ورځ د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړ چې د افغانستان لپاره د دې وزارت د سولې استازي زلمي خلیلزاد د سولې د نویو هڅو په نیت د اروپایي ټولنې له استازیو، د ناټو له چارواکو او د ملګرو ملتو له استازیو سره خبرې پیل کړې دي.

زلمی خلیلزاد به د بلجیم او فرانسې له سفرونو وروسته روسیې ته لاړ شي او اسوشیتد پریس اژانس خبر ورکوي چې ښاغلی خلیلزاد به چین ته هم سفر وکړي، خو دا لا څرګنده نه ده چې دی به په چین کې راتلونکې اونۍ په بین الافغاني خبرو کې برخه واخلي که نه.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند ښاغلی حقمل وایي چې د حکومت غوښتنه له ټولو هغو هېوادونو چې له سولې سره مرسته کوي دا ده چې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې پروسې ته ژمن واوسي.

“موږ د سولې یوه هراړخیز بهیر ته ژمن یوو؛ داسې بهیر ته چې هلته د افغانستان استازیتوب د افغانستان ټاکل شوی نظام وکړي. د افغانستان د خلکو غوښتنې هلته د داسې چا له خوا مطرح شي چې هغه د افغانستان او نظام نمایندګي وکړای شي”.

د طالبانو او امریکا مذاکرات وروسته له نهو میاشتو او نهه پړاوه خبرو، په سپتمبر میاشت کې هغه وخت پای ته ورسیدې چې د کابل په شش درک سیمه کې طالبانو د موټربم برید وکړ.

خلیل‌زاد د سولې په تړاو د خپل سفر نوی دور د ناټو سرمنشي سره له لیدنې پیل کړ
ټرمپ: طالبانو سخته اشتباه وکړه او داسې سخت وهل شوي چې ساری نه لري
په دې چاودنه کې د یوه امریکایي په ګډون دولس تنه ووژل شول او د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ټویټر ولیکل چې د سولې خبرې له دې سره نورې ختمې شوې.

طالبانو په وار وار د سولې خبرو بیا پیلېدو ته لېوالتیا ښوولې ده، خو تراوسه د بیا پیلېدو په اړه امریکايي چارواکو په څرګند ډول څه نه دي ویلي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.