چارواکو د غیر قانوني کانونو کیندنې مخنیوي لپاره له پروګرامونو خبر ورکړ

دآزادی راډیو

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت د ولسمشر له لارښونې سره سم د غیر قانوني کانونو د کیندنې د مخینوي لپاره پروګرامونه تر لاسه لاندې لري.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر متفي نن د دغه څرګندونو تر څنګ ازادي راډيو ته وویل، چې دغه اقدام به کانونو او پترولیم وزارت ته په یوه عایداتي سرچینې بدل شي.

متفي زیاته کړه: “زموږ اساسي هدف دا دی چې له دې وروسته دغه وزارت د دولت پر یوې عایداتي سرچینې بدل شي او تر ډېره زمونږ تمرکز په هغو پروژو دی چې هغه مونږ هدف ته رسوي.”
د ښاغلي متفي په وینا د کانونو د استخراج د یو شمېر تړونونو د ارزولو او بیا غور بهیر هم پیل کړی دی.

د یادونې ده چې مخکې له دې د افغانستان د یو شمېر کانونو د غیر فني او د زورواکو او وسله والو مخالفینو له خوا یې د غیر قانوني کیندنې په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.