څه باندې ۵۱ زره افغانان په اګست کې بې‌ځایه شوي ۴ hours ago

 

 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) په خپل تازه رپوټ کې ویلي، چې د روان عیسوي کال په اګست میاشت کې د جګړو له امله ۵۱ زره او ۵۰۰ افغانان له خپلو سیمو څخه بې‌ځایه شوي دي.

دغه رپوټ چې د دوشنبې په ورځ (سیپټمبر ۱۸) خپور شوی، په کې راغلي چې دغه شمیر افغانان په پنځو ولسوالیو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او د دولت د وسله‌والو مخالفینو ترمنځ د نښتو له امله بې‌ځایه شوي دي.

د رپوټ له مخې، تر ټولو زیات بې‌‌ځایه شوې کورنۍ، په غورماچ او بالامرغآب ولسوالیو کې د خپلو اصلي سیمو پریښودو ته اړ شوي دي.

د دغې ادارې د شمیرو پر بنسټ، د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې ۲۱زره، د بادغیس ولایت په بالامرغآب ولسوالۍ کې ۱۴ زره او د پکتیا ولایت په جان‌خیلو ولسوالۍ کې ۷۷۰۰ افغانان په اګست میاشت کې بې‌ځایه شوي دي.

د اوچا رپوټ دغه راز ښيي، چې په دې موده کې ۵۳۰۰ کسه د غور ولایت له تیورې ولسوالۍ څخه او ۳۵۰۰ کسه نور د پکتیکا ولایت له ګومل ولسوالۍ څخه بې‌ځایه شوي دي.

د افغانستان د مهاجرینو چارو وزارت د شمیرو له مخې د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې ۲۰۰زره افغانان له خپلو اصلي سیمو څخه بې‌ځایه شوي دي.

د دغه وزارت د مهاجرینو چارو رئيس مهرخدای صبار امریکا غږ ته وویل، چې له دې شمیرې څخه تر ۷۰ فیصده کورني بې‌ځایه شوي بیرته په خپلو اصلي سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) په خپل رپوټ کې ویلي، چې کورنيو بې‌ځایه شویو ته د مرستې رسونې لپاره، د ۴۱۴ میلیون ډالرو له شمیرې څخه، مرستندویو هیوادونو تر اوسه د ۱۷۹.۵ میلیون ډالرو مرسته کړې ده، چې د دغې ادارې د اړتیا وړ بودیجې ۴۳ فیصده جوړوي.

دغه اداره وايي، چې ۲۳۴.۵ میلیونه نورو ډالرو ته اړتیا لري، څو په روان کال کې ۳.۶ میلیونه بې‌ځایه شویو افغانانو سره مرستې وکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.