ځیني سناتوران: حکومت دې د یو شمېر دیني عالمانو دولت ضد تبلیغات بند کړي

 

دآزادی راډیو

د مشرانو جرګې د اداري پلاوي یو غړی وايي چې ځیني دیني عالمان د جوماتونو له لارې د وسله والو مخالفیونو په ګټه او د دولت پرضد تبليغ کوي.

د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په ځینو جوماتونو کې دیني عالمان خلک د حکومت پر وړاندې جهاد ته هڅوي او همداراز خلکو ته وايي چې د امنیتي ځواکونو جنازې دې ونه کړي.

د نوموړي په خبره، دغه دیني عالمان همداراز د حکومت وسله والو مخالفیونو ته مشروعت ورکوي.
ښاغلي صدیقي وویل:

“په ځینو جوماتونو کې د جمعې د لمانځه پرمهال دا ډول بحثونه مطرح کېږي چې د نظام په مقابل کې جهاد روا دی او یا دا چې د امنیتي ځواکونو او هغه کسان چې په نظام کې کار کوي، جنازې یې روا نه دي او په ورته وخت کې، د دې تبلیغ هم کېږي چې اوس جهاد پر ټولو فرض دی.”

ښاغلی صدیقي همداراز وايي چې دا ډول کسان د دیني عالمانو له نوم څخه ناسمه استفاده کوي او د ګاونډیو هېوادونو پروژې عملي کوي.

د دیني عالمانو پر تبلیغ انقادونه له دې وړاندې هم شوي دي.

ځیني انتقادونه بیا دا دي چې دا ډول تبليغ تر ډېره په هغو سیمو کې کېږي چې وسله وال مخالفین پرې حاکمیت لري.

له دې وړاندې ان داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې په ځینو جوماتونو کې د مدرسې طالبانو ته د افراطیت او ترورېستي مسایلو په اړه روزنه ورکول کېږي.

په همدې حال کې یوه حکومتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونه په جدي توګه جوماتونه څاري او هغه دیني عالمان چې د حکومت ضد تبليغ وکړي، وبه نیول شي.

د دغې باوري سرچینې په خبره، له دې وړاندې یو شمېر دیني عالمان د حکومت پر ضد د تبليغ په تور نیول شوي هم دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د مساجدو د چارو د ارشاد او انسجام رئیس فضل کریم سراجي بیا د دولت ترحاکمیت لاندې سیمو کې په جوماتونو کې د حکومت پرضد د دیني عالمانو د تبليغ موضوع ردوي.

نوموړی وايي، که دا ډول تبلیغ وشي، نو عاملین به یې ونیول شي.

ښاغلي سراجي زیاته کړه:

“هغه څارنه چې موږ یې د دولتي حاکمیت لاندې سیمو کې پر جوماتونو لرو، په هغه شکل نه ده چې تاسو یې په اړه وايئ، داسې امامان نشته چې وسله وال مخالفین دې تقویت کړي، که له داسې مواردو سره مخ شو، لومړی به د جومات امام له دندې ګوښه او بیا به امنیتي بنسټونو ته معرفي شي.”

خو یو شمېر دیني عالمان وايي، د دولت د وسله والو مخالفینو فعالیتونو ته جواز ورکول مشروع کار نه دی.
د کابل د یوه جومات خطیب شمس الرحمان فروتن د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دیني عالمان باید د نظام په ګټه او د وسله والو مخالفینو په ضد تبلیغ وکړي.

خو دی ټينګار کوي چې د حکومت په ځينو کړنو انتقاد د دیني عالمانو حق دی.

د ښاغلي فروتن په وینا، د فحشا او اداري فساد ترویج هغه ځيني مسایل دي چې دیني عالمان پرې وخت نا وخت انتقادونه لري او حکومت باید دا ټکي په پام کې وساتي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.