پیټریوس: له ترهګرو د افغانستان خوندیتوب اوس هم د امریکا ماموریت دی

 

 

واشنګټن (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٥): په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پخوانى قوماندان وايي چې د ترهګرو ځالې له جوړېدو څخه د دغه هېواد ژغورل اوس هم د امريکا له مهمو ماموريتونو څخه دى.

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ‌ځواکونو پخوانى جنرال جنرال ډيوېډ پيټريوس دغه څرګندونې د کانګرېس د وسله والو ځواکونو د کمېسيون يوې غونډې ته کړې دي.

نوموړى چې د افغانستان له ماموريت څخه وروسته د امريکا د استخباراتي ادارې سي اى اې د مشر په توګه هم دنده ترسره کړې، زياته کړې: ((دا ډېره واضح ده چې د ترهګرو ځالې او مرکزونو له جوړېدو څخه د افغانستان ژغورل اوس هم د امريکا ستر ماموريت دى.))

هغه زياته کړه چې القاعده او نورو ترهګرو ډلو پخوا په افغانستان کې خوندې ځالې او مرکزونه درلودل او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال القاعدې ډلې پر امريکا د بريدونو پلان جوړ کړى و.

د جنرال پيټريوس په وينا، يوازېنی کار چې بايد ترسره شي، هغه د افغانانو روزل دي، څو وکولى شي خپل هېواد خپله خوندي وساتي.

نوموړي ويلي: ((موږ نه شو کولى چې په لسو کلونو کې له افغانستان څخه سويټززلينډ جوړ کړو.))

د امريکا د کانګرېس د يو شمېر غړو له خوا په افغانستان کې د ځواکونو د شمېر او پاتې کېدو د مودې په اړه د اندېښنو په ځواب کې جنرال پيټریوس د دغه کار د ارزونې غوښتنه وکړه.

هغه زياته کړه: ((که چېرې يو قواندان د سرتېرو د شمېرې غوښتنه کوي، بايد ورکړل شي؛ ځکه چې دوى د جګړې په لومړۍ ليکه کې قرار لري.))

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.