پینتاګون د افغان هوايي ځواک لپاره د ۱۵۰ څرخکو د رانیولو قرارداد وکړ

 

 

تاند- د امریکا دفاع وزارت وايي چې د افغان هوايي ځواک د ملاتړ لپاره یې دغه ځواک ته د ۱۵۰ څرخکو یا هیلي کوپترونو د رانیولو قرارداد لاسلیک کړ.

د دې قرارداد پر اساس به د افغانستان هوايي ځواک ته د یو ملیارد او ۳۸۰ ملیون ډالرو په ارزښت ۱۵۰ (MD-530F) څرخکې واخیستل شي.

د پینتاګون یا د امریکا دفاع وزارت په وینا په دې یوزرو درې سوه پنځوس ملیون ډالرو به نه یوازې افغان هوايي ځواک ته ۱۵۰ هیلي کوپترونه رانیول شي بلکې د دغو څرخکو د ساتنې، ترمیم او د پېلوټانو د روزنې لګښت هم ورکول کېږي.

له قرارداد سره سم باید دا هیلي کوپترونه د ۲۰۲۲ م کال د اګست تر یودېرشمې پورې په تدریجي ډول د افغانستان حکومت ته وسپارل شي.

(MD-530F) هیلي کوپترونه یو ماشینه څرخکې دي چې له ځان سره ۱۴۹۶ کیلو وزن پورته کولی شي.

د دغو څرخکو سرعت په هر ساعت کې ۲۰۳ کیلو متره دی.

دا هیلي کوپترونه پر له پسې ۴۳۵ کیلو متره مزل کولی شي. او دغه راز کولی شي چې ۱۶ زره فوټه لوړې شي.

دا په وروستیو ورځو کې د افغان هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره د امریکا د دفاع وزارت څویم قرارداد دی.

امریکا ویلي چې له تروریزم سره د مبارزې لپاره یې د افغان هوايي ځواک د ملاتړ لپاره ۷ ملیارد ډالره ځانګړي کړي دي.

افغان هوايي ځواک اوس ۱۲۰ الوتکې لري.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.