پښتون قومي جرګې د خاقان عباسي وړاندیزونه رد کړل

 

 

تاند- د پښتون قومي جرګې او د پاکستان د صدراعظم خاقان عباسي د استازو ترمنځ خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې.

د پښتون قومي جرګې استازو، چې په پاکستان کې یې له پښتنو سره د زور- زیاتیو او ظلمونو خلاف له نژدې ۱۰ ورځو راهیسې په اسلام اباد کې احتجاج ته دوام ورکړی، د چهارشنبې په ورځ /فبروري ۷/ د پاکستان د صدراعظم وړاندیزونه ونه منل.

احتجاج کوونکو وویل چې سوله ییزې مظاهرې ته به تر هغو دوام ورکړي چې روا غوښتنې یې منل شوي نه وي.

پاکستان ټوډې ورځپاڼه وايي، صدراعظم خاقان عباسي له قبایلي مشرانو سره په کتنه کې وویل، له ټولو امکاناتو به کار واخلي چې د کراچۍ د پولیسو مشر راو انور له کاره لېرې کړي.

راوانور د جنورۍ په ۱۳ مه نجیب الله مسید په یوه جعلي جګړه کې وواژه. د مسید بې رحمانه وژنه سبب شوه چې پښتانه د هغو ټولو ظلمونو خلاف د لومړي ځل لپاره غږ اوچت کړي چې په پاکستان کې له پښتنو سره کېږي.

که څه هم پاکستان ټوډې ورځپاڼه وايي چې د پښتون قومي جرګې غړي وروسته له دې چې له صدراعظم سره یې وکتل، د اختلاف ښکار شوي، خو راپورونه وايي چې اعتراضونه لا هم دوام لري او ټول احتجاج کوونکي په یوه خوله د پښتنو د قاتلانو د نیولو او ازادۍ غوښتنه کوي.

پاکستان ټوډې هم اعتراف کړی چې د احتجاج کوونکو اکثریت د اعتراض د دوام غوښتونکی دی.

ورځپاڼه وايي، هغو کسانو چې له عباسي سره له کتنې وروسته د احتجاج د پای ته رسېدو ملاتړ کاوه، د دې پوښتنې ځواب ونه ویلای شو چې که حکومت د دوی غوښتنې ونه منلې، څوک به مسوول وي.

د اسلام اباد روان احتجاج د پښتنو لومړنی خودجوشه پاڅون دی چې د کوم ګوند سیاسي هدفونو او اجنډا ته له پامه پرته د ټول پښتون ولس د روا حقونو لپاره کېږي.

دوی ټولو پښتنو ته، که په هر ګوند او نظریې پورې اړه لري، د وینا او نظر څرګندولو حق ورکوي خو خپلې غوښتنې په کوم سیاسي ګوند پورې نه محدودوي

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.