پومپیو: د سولې مشورتي لویه جرګه د افغانستان د جګړې درېدو لپاره تاریخي فرصت دی

 

تاند(جمعه، د اسد ۱۷) متحده ایالاتو د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک په اړه د پریکړې لپاره د سولې مشورتي جرګې د جوړېدو هرکلی وکړ او دا یې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو یوه تاریخي فرصت وباله.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د جمعې په ورځ یو بیان خپور کړ چې پکې ویلې دي، د طالب بندیانو خوشې کول به د بین اافغان خبرو اترو د پیل لامل شي.

پومپیو زیاته کړه: “طالبانو ژمنه کړې چې د بندیانو له خوشې کیدو وروسته ملي ټیم سره خبرو اترو ته چمتو کیږي، او د دې بندیانو له خوشې کیدو وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ځواک او تنوع استازیتوب کوي.

پومپیو وویل چې طالبانو ژمنه کړې چې د بین الافغانی خبرو په جریان کې به تاوتریخوالی کم کړي او د سیاسي لارې د “دایمي او هراړخیز” اوربند په هکله به هوکړه وکړي.

هغه زیاته کړه: “متحده ایالات غواړي طالبان له دې ژمنې سره سم وساتي،” هغه زیاته کړه. متحده ایالاتو پر افغان حکومت ، سیاسي مشرانو او د لویې جرګې پر غړو غږ وکړ چې “د سولې لپاره دې د دې تاریخي فرصت” څخه ګټه پورته کړي.

ښاغلي پومپیو په یوه بیان کې زیاته کړې چې متحده ایالات ژمن دي چې په افغانستان کې د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره مرسته وکړي؛ مګر لوړ پوړي امریکایي چارواکي خبرداری ورکړ چې د افغان حکومت او طالبانو پریکړې او کړنې به د متحده ایالاتو راتلونکي مرستې “اغیزمنې” کړي.

په ورته وخت کې، په افغانستان کې د ناتو لوړپوړی ملکي سفیر سټیفانو پونتیکورو د سولې مشورتي جرګې د فرصت په توګه وبلله او د سولې پروسې او د بندیانو په خوشې کیدو یې بحث وکړ.

پونتیکورو په ټویټر وویل چې هغه د جرګې له غړو تمه لري چې د خبرو پرمهال سولې ته د ملي چلند پیاوړي کولو لپاره کار وکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.