په ۳ میاشتو کې ۲ زره ۲۵۴ ملکي افغانان وژل شوي

 

 
تاند- د روان میلادي کال د لومړیو دریو میاشتو د ملکي تلفاتو په اړه د ملګروملتو په راپور کې طالبان او د دولت نورې وسله والې ډلې د ۷۰ سلنې ملکیانو مسوول بلل شوي دي.

د یوناما په راپور کې، چې نن /پنجشنبه/ خپور شو، ویل شوي چې د سږ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د ۲۰۱۷ م کال د لومړیو ۳ میاشتو په شان د ملکیانو مرګ ژوبلې لوړې دي.

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما ویلي چې د جنورۍ له لومړۍ څخه د مارچ تر یودېرشمې پورې ۷۶۳ افغان ملکیان وژل شوي او ۱۴۹۵ نور ژوبل شوي دي.

د دې نړیوالې ادارې په وینا همدومره ملکي افغانان د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ م کلونو په لومړیو دریو میاشتو کې وژل شوي یا ټپیان شوي وو.

یوناما د افغانستان په جګړه کې له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې په جګړه کې د ملکیانو د مرګ ژوبلو د مخنیوي لپاره هڅې زیاتې کړي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو د ځانګړي استازي مرستیال انګرید هایدین وايي:«د افغانستان په جګړه کې ټولې شاملې خواوې باید له هر هغه څه څخه، چې په وس یې پوره وي، د ملکیانو د ساتنې لپاره کار واخلي. افغان ملکیان لا هم په جګړه کې په داسې حالت کې قربانۍ ورکوي چې مخنیوی یې کېدای شي. دوی باید نور دا لړۍ پای ته ورسوي.»

د ملګروملتو په راپور کې راغلي چې د سږ کال په لومړیو درو میاشتو کې ډېری ملکیان په انتحاري حملو، د سړک د غاړې په ځای پر ځای شویو بمونو یا ماینونو او ډله ییزو بریدونو کې وژل شوي دي.

ورپسې ډېرو ملکیانو ته په مځکنیو جګړو کې تلفات اوښتي دي.

هدفمنې یا قصدي حملې، د جګړې د وخت د پاتې شویو وسایلو چاودنې او هوايي بمبارۍ د ملکیانو د تلفاتو د درېم عامل په توګه یاد شوي دي.

راپور زیاتوي چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري ملکیانو ته د مرګ ژوبلو شمېر زیات شوی دی.

ملګري ملتونه وايي چې په ۲ زره ۲۵۸ مرګ ژوبلو کې د ۱۵۰۰ ملکیانو مسوولیت د دولت د وسله والو مخالفانو په غاړه دی چې تر تېر کال په سلو کې ۶ زیاتوالی ښيي.

د دولت د وسله والو مخالفانو په حملو کې ۵۱۱ وژل شوي او ۹۹۰ نور ژوبل شوي دي.

راپور وايي چې حکومتي یا حکومت پلوه ځواکونه د ۱۸ سلنې مرګ ژوبلو مسوول دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.