په کابل کې ځانمرګي حملې ۳ تنه وژلي او ۱۵ نور ټپيان دي

 

د کابل د چهاراسیاب ولسوالۍ ریشخور سیمه کې د نن سهار ځانمرګي حملې ۳ تنه وژلي او ۱۵ نور ټپيان کړي دي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت که څه هم د دغې حملې د هدف په اړه څه نه‌وايي، خو زیاتوي چې د دغې حملې ټول وژل شوي او ټپیان ملکي وګړي دي.

د کابل چهاراسیاب ولسوالۍ ریشخور سیمه کې د افغانستان ملي اردو د ځانګړو عملیاتو قومانداني هم موقعیت لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي: “نن سهار شااوخوا ۸ بجې یوه ځانمرګي د چهاراسیاب ولسوالۍ ریشخور سیمه کې له ځان سره چاودېدونکو توکو ته د ملکیانو منځ کې چاودنه ورکړې چې ۳ تنه شهیدان او ۱۵ نور ټپیان شوي دي. دا حمله د افغانستان د دښمنانو له‌خوا شوې چې هېڅ ډول اسلامي او انساني ارزښت نه‌پېژني، دا حمله داسې مهال کېږي چې د روژې میاشت پیل شوې، دا حمله یو جنایت دی.”

په ورته وخت کې د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته په یو استول شوي پیغام کې ویلي چې نن د کابل ښار د ۱۶مې حوزې اړوند د لومړیو مکروریانو په سیمه کې د یو مقناطیسي ماین په چاودنه کې درې تنه ملکیان ټپیان شوي دي.

تر اوسه پورې د دې دواړو حملو مسؤلیت چا په غاړه نه‌دی اخیستی.

طالبانو له امریکا سره په شوې هوکړه کې دا منلې چې په لویو ښارونو کې به بریدونه نه‌کوي او بلې مخالفې ډلې داعش هم چې مخکې تر دې یې د ورته دېرو پېښو مسؤلیت منلی، تر اوسه پورې د دغه حملې په اړه څه نه‌دي ویلي.

په دې وروستیو کې دا شان حملې او بریدونه ډېر شوي چې مسؤلیت‌یې څوک نه‌اخلي، خو خلکو ته په‌کې مرګ‌ژوبله او عامه شتمنیو ته هم په‌کې زیان اوړي چې کابل ښاریان‌یې اندېښمن کړي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.