په کابل کې د پولیسو هغه پوسته چې دغلو له بانډونو سره شریکه ده

تاند

د کابل په کوټه سنګي کې شامحمود د خپل موټر یوه شیشه نیمه ښکته کړې وه، یو زلمي هلک ورته راغږ کړل؛ هله د موټر ټایر یې درپنچر کړی، کله چې مې تر عقب نما بل څنګ ته وکتل چې ټایر وګورم، هلک سیټ ته لاس را اوږد کړ او موبایل مې یې د موټر له دننه پورته کړ.

موټر مې څنډې ته کړ غل پسې مې منډه کړه، لږ وړاندې خلکو ونیو، د پولیسو پوستې ته لاړو، هلک د وخته مبایل خپل بل ملګري ته ورکړی و، پولیسو د ساتیرۍ په دود یو دوه څپړې ورکړې خو چې هلک په ژړا شو نو دوی ماته ویل مبایل ورسره نشته او ته اتهام لګوې.

شامحمود وايي په پولیس پوه شوم چې هلک ته سترګه وهي او ملګری یې دی، غالمغال مې جوړ کړ، پولیس ته مې ګواښ وکړ چې غل یې او اوس ټول شار او پولیس راخبروم، نو یې هلک ته مبایل ورکړ، هغه زنګ ووهلو او بل یو پولیس راننوت مبایل یې راوړ. ویل یې هلته یې کیښود او غل پخپله مخه لاړ، ماته یې ډاډ راکړ چې دا هلک هم حوزې ته سپارو.

دا د اوږدو شوکو یوازې یوه یې ده، همدا پوسته چې دکوټه سنګي په چوک ده، له خلکو پیسې اخلي، له ترافیکو، سره شریکه ده، او دجیب وهونکو پلیټ پټوونکو ډلې لري، دوی له اکثر تنکو هلکانو سره شریکان دي چې غلا وکړي دوی سره یې تقسیموي او که ګیر شي دوی یې خوشي کوي.

د ټولې سیمې دوکانداران، موټرچلونکي، قصابان او کراچيوانان ددې پوستې له موقعیت او په غلطو کارونو کې د پولیسو د ښکیلتیا ادعا وې کوي.

د پوستې پولیس انکار کوي او پر دوی لګيدلي تورونه ردوي اما د پنځمې حوزې یو پخوانی مامور وايي، دغه پوسته په ډیره لوړه بیه اخیستل کيږي، حتا څو ځله خرڅه شوې او مشخص کسان یې اخلي. دی چې د نوم له اخیستو ډډه کوي، وايي، په ټولو هغو پوستو کې چې د حوزې مشران یې خرڅوي دا یې تر ټولو قیمتي ده. دده په خبره، یوازې کیسه بران ندي چې له پولیسو سره شریکان دي، دا یوه ځنځري سلسله ده خپله پولیس له حوزې او حوزه شاید په لوړه سطحه له نورو مفسدو چارواکو سره شراکت ولري.

د سیمې دوکانداران وايي، دولت په انتخاباتو، سیاسي جوړجاړي او امنیتي مسایلو کې دومره بوخت شوی چې د پولیسو غلا، بد برخورد او د کوټه سنګي د یوې پوستې د پولیسو د ناروا کړنو په څیر وړو مسایلو ته به یې کلونه نور هم ورپام نشي.

دوی وايي، دا پوسته د امنيت، نظم پرځای دشار ددې سیمې د خلکو او کاروباریانو لپاره په یو پآټک او درد سر بدله شوې او که دلته پوسته نه وي شاید حالات ډیر سم شي او خلک خپله د غلو او ډاکوانانو د ناوړه کړنو په مخنیوي لاسبري شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.