په کابل کې د موتر بمي حملو د مخنیوي لپاره نوي تدابیر اعلان شول

 

تاند- د کابل په وزیراکبرخان مېنه او د ولسمشرۍ ماڼۍ په شاوخوا کې د امنیت د خوندي کېدو لپاره کابل پولیسو یو لړ نوي تدابیر غوره کړي دي.

دا تدابیر د تېرې میاشتې د زنبق څلور لارې له خونړي ټانکر بمي بریده وروسته غوره کېږي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ سرپرست محمد سالم احساس وايي، له دغو تدابیرو سره سره به په وزیراکبر خان مېنه او د ارګ په شاوخوا کې واټونه پرانیستي وي خو باري موټرو ته به اجازه نه ورکول کېږي چې دې ساحې ته داخل شي.

په وروستیو کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي و چې په ۶ میاشتو کې به د پلازمېنې د امنیت لپاره یو لړ نوي او جدي اقدامات وشي.

دا څرګنده نه ده چې د سرپرست امنیه قوماندان جنرال احساس له لوري اعلان شوي تدابیر د هغه پلان برخه دي چې ولسمشر یې یادونه کړې وه او که دا بېل پروګرام دی.

ښاغلي احساس په عین حال کې وویل چې د کابل پولیس غواړي دا پروګرام، چې اوس یې په وزیر اکبرخان مېنه او د ارګ په شاوخوا کې عملي کوي، په ټول ښار کې اجرا کړي.

ده دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د چین له لوري افغانستان ته د موټرو د سکن کولو لپاره د ځانګړو دروازو لومړنۍ د کابل په ختیځه څنډه کې فعاله شوه.

د کابل سرپرست امنیه قوماندان وویل چې د سکن دا ډول څلور ماشینونه نصب شوي او په پام کې ده چې پلازمېنې ته په ټولو لویو او کوچنیو غځېدلیو لارو کې پولیس ځای پر ځای شي او ښار ته هر ننه وتونکی موټر تلاشي کړي.

په کابل کې بې شمېره موټر بمي بریدونه شوي او خلک وايي چې که ښار ته د ننه وتونکو موټرو دقیقه تلاشي واخیستل شي، ښايي د دې ډول حملو مخه تر دېره ونیول شي

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.