په کابل کې د انسان تښتوونکو اته کسيزه ډله نيول شوې

 

 

کابل (پژواک، ٣٠ تله ٩٦): د کابل پوليسو يو ١٣ کلن ماشوم د تښتوونکو له منګولو خوشې کړى او په تړاو يې د تښتوونکو اته کسيزه ډله نيولې ده.

د کابل د ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ له لوري نن سهار په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پوليسو يو ديارلس کلن ماشوم چې څلور ورځې وړاندې تښتول شوى و، له تښتوونکو ژغورلى دى.

سرچينه وايي چې محمد عيسي د حاجي ضياء زوی چې د روان کال د تلې مياشتې په ١٧مه نېټه د کابل ښار ١١ ناحيه کې د مريم لېسې له ساحې نه برمته شوى و او د پنځمې ناحيې د مربوطاتو په يوه پټنځاى کې ساتل کېده، تېره شپه ٩:٠٠ بجې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې له تښتوونکو ازاد او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

د کابل پوليس وايي چې د قضيې په تړاو يې د تښتوونکو يوه اته کسيزه ډله نيولې ده

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.