په کابل کې د امريکا سفارت سرپرست:طالبان د افغان ملکيانو د ژوند په اړه بې تفاوته دي

 

تاند (دوشنبه اسد 4) په کابل کې د امريکا سفارت سرپرست راسن‌ويلسن پر وسله والو طالبانو نيوکه‌ کړې ده چې ولې ګواکې دسولې د معنی داره خبرو په تړاو غلي دي، نوموړي زياته کړې چې د طالبانو دغه کار په افغانستان کې د ولسي وګړو د ژوند په اړه د دې ډلې بې تفاوتي ښيي.
د ويلسن په وينا افغانان هره ورځ وژل کيږي او دغه هېواد لاپسی ورانیږي.

طالبانوتر اوسه د ويلسن د څرګندونو پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.په کابل کې د امريکا سفارت سرپرست په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې په کور دننه او بهر د ملکي مرګ ژوبلې د زياتېدو په هکله اندېښنې زياتې شوي دي.

دیوناما په تازه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ/د اسد ۴مه/ یې خپور کړ راغلي، د ۲۰۲۰ کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي وګړو مرک ژوبله ۴۷ سلنه زیاته شوې.

په دې راپور کې راغلي چې د روان میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د جون میاشتي تر پایه پورې ۵۱۸۳ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې په دې کې ۱۶۵۹ کسان وژل شوي او ۳۲۵۴ نور ټپیان دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.