په کابل کې انتحاري حملې لږترلږه ۴ تنه وژلي

 

 

تاند- په پلازمېنه کابل کې نن /جمعه/ یوه انتحاري حمله کوونکي د شیعه ګانو یوه جومات ته نژدې ځان الوزاوه.

لومړني راپورونه وايي چې په دې برید کې لږترلږه ۴ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل دي.

د وژل شویو کسانو د هویت په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.

د پولیسو یوه چارواکي عبدالرحمان اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل، حمله کوونکي د ځانمرګي برید واسکټ حسینه جومات ته نژدې وچاوداوه.

د حملې په مهال په جومات کې خلکو لمونځ کاوه.

خو یوه بل پولیس وویل چې حمله له حسینه جومات څخه څو سوه متره لېرې شوې ده.

تراوسه پورې کومې ترهګرې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

په وروستیو څو ورځو کې په کابل کې پر له پسې چاودنې کېږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.