په هلمند کې ۱۷۵ وسله وال طالبان وژل شوي

 
تاند- د هلمند والي ادعا کوي چې د دغه ولایت په مارجه ولسوالي کې ۱۷۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

حیات الله حیات نن /شنبه/ وویل د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په پراخو عملیاتو کې، چې ۶ ورځې پخوا پیل شوي ول، د طالبانو ۳۶ نور غړي ټپیان شوي دي.

والي وايي چې په وژل شویو او ټپیانو کې د طالبانو مهم قوماندانان هم شامل دي.

ده، چې د میوند قول اردو له قوماندان سره یو ځای په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې، دغه راز وویل چې افغان ځواکونو د طالبانو په سلګونو ماینونه او وسایط ویجاړ کړي دي.

د میوند قول اردو قوماندان برید جنرال ولي محمد احمدزي وویل چې د مارجې په عملیاتو کې د غوڅ ملاتړ ماموریت هوايي ځواک هم برخه واخیسته چې په نتیجه کې یې د طالبانو اکثره مورچې یو مخ ویجاړې شوي دي.

قوماندان احمدزي زیاته کړه چې د عملیاتي پلان پر اساس مارجې ته د یو کال په موده کې اکمالات وشول، تازه دمه ځواکونه ورولېږل شول او وروسته عملیات پیل شول.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.