په هلمند کې لږترلږه ۳۰ ملکیان ووژل شول

 

تاند- په هلمند ولایت کې له وسله والو طالبانو سره د افغان امنیتي ځواکونو په نښته کې لږترلږه ۳۰ ملکیان وژل شوي دي.

د هلمند د ولایتي شورا رييس عطالله افغان وویل، تېره شپه د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالي کې له طالبانو سره د افغان امنیتي ځواکونو د جګړې په ترڅ کې ۳۰ ملکیان او ۱۶ طالبان وژل شوي دي.

د افغان په وینا اکثره ملکیان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، د تېرې شپې په بمبارۍ کې وژل شوي.

د هلمند د ولایتي شورا ريیس وايي چې هوايي ځواک پر یوه کور بمباري وکړه.

د هلمند د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې تایید کړې چې په دې جګړه او بمبارۍ کې ۱۶ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې لا هم عملیات دوام لري.

د هلمند د والي دفتر وايي چې طالبانو په سیمه کې وسلې او مهمات ځای پرځای کړي وو چې د چاودلو له کبله یې ملکیانو ته هم مرګ ژوبلې واوښتې.

ویل شوي چې د جګړې په سیمه کې له چاودېدونکو موادو او مهماتو یو ډک موټر هم چاودلی دی.

د طالبانو یوه ویندوی قاري یوسف احمدي ویلي چې ټول وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.