په هرات کې د شاوخوا ۳۰۰ طالبانو پر غونډه بمباري شوې

 

 

تاند- راپورونه وايي چې په هرات ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه لویه غونډه بمباري شوې او د غونډې برخوالو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

په هرات کې دولتي سرچینې وايي، پرون /سې شنبه/ چشیت شریف ولسوالي ته نژدې شاوخوا ۳۰۰ وسله وال طالبان رایوځای شوي وو چې هوايي بریدونه پرې وشول.

د هرات د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې وسله والو طالبانو پر سلما بند د برید لپاره رایوځای شوي ول خو امنیتي ځواکونه د دوی له پلان څخه خبر شول او بمباري یې پرې وکړه چې په نتیجه کې یې زیات شمېر سختدریځي وژل شوي یا ټپیان دي.

د هرات د والي دفتر وايي چې د مرګ ژوبلو د دقیق شمېر په اړه معلومات نه لري.

د هرات د والي دفتر وايي چې له حملې وروسته روغ پاتې شوي طالبان له سیمې وتښتېدل.

طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو تر دې پخوا هم په ځلونو پر سلما بند د حملو هڅې کړي او په ځلونو یې د دغه بند ساتونکي او انجنیران وژلي دي.

راپورونه وايي چې ایران له طالبانو سره د بندونو د ویجاړولو لپاره مالي او تسلیحاتي مرسته کوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.