په ننګرهار کې د داعش او طالبانو ترمنځ نښتو زرګونه کورنۍ کډه کولو ته مجبوره کړې

 

 

تاند – د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ زرګونه کورنۍ د وزیرو په سیمه کې د داعش او طالب اورپکو تر منځ د جګړې له امله د خپلو سیمو پرېښودلو ته مجبورې شوې.

ویل کیږي چې د اورپکو د ډلو تر منځ جګړه د شنبې د ورځې /د اکتوبر۱۴مه/ راهیسې پيل شوې او ورځ تر بلې زور اخلي.‌

نن پنجشنبه /د اکتوبر ۱۹مه/ یو شمېر رسنیو یاده کړې وه چې خواوشا ۵۰۰ کورنۍ له خپلو مېنو څخه بې ځایه شوي، او په جلال اباد کې د کډوالو د چارو ریاست ویلي وو چې د هغوی لپاره د مرستې چمتووالی لري، خو د خوګیاڼو ولسوالۍ له مرکز کږې بازار څخه یوه عیني شاهد چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي تاند ته وویل چې د کډو بهیر بېخي ډېر زیات دی، د ولسوالۍ بازار ډک دی او خلک سرګردان دي چې کومې خواته لاړ شي.‌
د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ یوه سیمه

په جلال اباد کې د مدني چارو فعال او ژورنالست عبدالله سحر په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د کډو شمېر زرګونو کورنیو ته رسېږي.‌ ښاغلي سحر لیکلي،‌ «د خوږیاڼیو د وزیرو دا ښکلې جنتي دره د طالب او داعش دجنګ په اور کې سوځي! نن ترې پنځلس زره کورونه راووتل، خدای خبر چې چرته به در په در د ژوند شپې او ورځې تېروي!!!
داعش نن د وزیرو کمبو ته راننوتی دی. یاربه رحم وکړې.»

ویل کیږي چې کډه شویو کورنیو چې ماشومان، ښځې او زاړه کسان په کې دي، د چمتلې په دښته او خواوشا سیمو کې اړولي او یو شمېر یې د جلال اباد ښار ته رسېدلي دي.

ویل کیږي، چې په ننګرهار کې د خوګیاڼو ولسوالي یوه ګڼ نفوسه سیمه ده چې د اوسېدونکیو شمېر لکونو ته رسېږي او که د جنګ مخه ونه نیول شي ښایي چې په سیمه کې یو ناورین رامنځته شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.