په لوېدیځ کې د مېشتو افغان ښځو او مدني فعالانو پلاوي په دوحه کې له طالبانو سره وکتل

 

تاند- په قطر کې د طالبانو او له افغانستان څخه د تلونکي ۲۵۰ کسیز پلاوي د غونډې له لغوه کېدو وروسته له اروپا او امریکا څخه د ښځو په ګډون یو پلاوی دوحې ته تللی او له طالبانو سره یې کتلي دي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د ۳ ښځو فعالانو په ګډون له اروپا او امریکا څخه د افغانانو شل کسیز پلاوي د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د طالبانو د قطر د مرکچیانو له مشر عباس ستانکزي او څو نورو طالب استازو سره ۶ ساعته خبرې کړي دي.

پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته ټېلفون وکړ او د قطر د بین الافغاني غونډې پر لغوه کېدو یې خپګان ښکاره کړ.

پامپیو وویل چې د قطر غونډه د افغانستان د سولې لپاره ښه چانس و. ده هیله څرګنده کړه چې دا بهیر بېرته پیل شي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، ۴۶ کلنه مسعوده سلطان، چې په امریکا کې د افغان ښځو د یوې ټولنې (ښځې د افغانان ښځو لپاره) غړې ده، وايي چې د دوی ټولنې ته د قطر په وړاندیز شوې بین الافغاني غونډه کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې خو دا دی اوس یې له طالبانو سره کتلي دي.

ښځې د افغان ښځو لپاره ټولنه په واشنګټن او کابل کې دفترونه لري.

دې له طالبانو سره له غونډې رضایت ښکاره کړ، ویې ویل چې طالبان د دوحې د غونډې پر لغوه کېدو خپه ول.

اغلې سلطان له دوحې څخه د ټېلفون له لارې سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې ته د شنبې په ورځ وویل چې طالبان په خبرو کې صمیمي ول.

دې همداراز وویل چې طالبانو د ښځو د حقونو په اړه خپل دریځونه سم روښانه نه کړل، یوازې یې وویل چې د ښځو حقونو ته د اسلام په چوکاټ کې درناوی کوي.

د قطر غونډه وروسته له دې لغوه شوه چې د قطر حکومت نه د طالبانو او نه د افغانستان د حکومت لیست ومانه او په خپله یې بېل لیست د غونډې تر جوړېدو یوه ورځ وړاندې اعلان کړ.

اغلې سلطان وویل چې طالبانو د ښځو د حقونو په اړه د دوی پوښتنو ته زغرد ځواب ونه وایه خو ویې ویل چې د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې د ښځو حق ته درناوی لري.

د پلاوي یوې بلې غړې خاټول مومند، چې له ناروې څخه قطر ته تللې وه، وویل چې د دوی په پلاوي کې د ښځو ګډون او له طالبانو سره کتنه مهمه وه.

د دې په باور د طالبانو دریځ بدل شوی او اوس دا مني چې ښځې باید په ټولنه کې فعال حضور ولري خو له دې سره سره لا ډېر وختي دی چې د طالبانو پر خبرو باور وشي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.