په فساد د تورنو لوړپوړو چارواکو د محاکمې د ارادې پر نشتوالي د خلکو نیوکې

دآزادی راډیو

په افغانستان کې د فساد په وړاندې د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز له جوړېدو تر دې دمه د لوړ رتبه دولتي مأمورینو په ګډون ۲۱۲ تنه په مجازات محکوم شوي دي.

که څه هم د افغانستان لویه څارنوالي په تېرو څو کلونو کې د لوړپوړو حکومتي چارواکو د محکومېدو خبره کوي، خو د کابل یو شمېر ښاریان وايي چې عدلي او قضايي ارګانونه په فساد د تورنو چارواکو د محاکمه کېدو جدي اراده نه‌لري.

دوی د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۰۲» له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې قانون یوازې په ولسي وګړو عملي کېږي، خو زورواکي او حکومتي مقامات ترې برائت اخلي.

د کابل ښار دوو تنو اوسېدونکو عبدالله او رحیم ازادي راډیو ته وویل چې که عدلي او قضايي ارګانونه دې مسئلې ته توجه ونه‌کړي، نو د جرمونو او فساد ګراف به نور هم لوړ شي.

دوی وایي:

“قانون او عدالت یوازې د غریب په بچي عملي کېږي، هغه څوک چې په حکومت کې دي، پر هغوی نه‌عملي کېږي، شاید تر اوسه ډېر واړه حکومتي مأمورین محاکمه شوي وي.”

“موږ له عدلي او قضايي ارګانونو غواړو چې د عدالت د ټینګښت په هدف باید قانون په ټولو یو شان عملي کړي.”

یوازې د کابل نه، بلکې د کندز، بغلان او کونړ په ګډون د یو شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکو هم له ازادي راډيو سره په خبرو کې په فساد د ککړو حکومتي مأمورینو له نه‌محاکمه کېدو شکایتونه وکړل.

له دې وړاندې د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ هم ویلي وو چې حکومت باید د هغو فاسدو چارواکو پر ضد چې د لوړو سیاسي څوکیو له ملاتړه برخه‌مند دي، اقدام وکړي.

دا شکایتونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې له دې وړاندې د داوي ګروپ رئیس عبدالغفار داوي، د ټرانسپورت وزارت دوه پخواني مرستیالان، د څرخي پله د زندان مسؤل، د یو شمېر امنیتي ارګانونو لوړپوړي چارواکي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیر عبدالرزاق وحیدي د درنو جرمونو او اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز له لوري په سزا محکوم شوي دي.

له دې ټولو سره سره لویه څارنوالي وایي، د فساد په وړاندې د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز له جوړېدو تر دې مهاله د لوړپوړو افغان چارواکو په ګډون ۲۱۲ تنه مجازات شوي دي.

د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي د حکومت د حساب ورکولو په پروګرام کې وویل چې یوازې په روان کال کې ۱۶ تنه جنرالان او ۷ تنه د بېلابېلو وزارتونو مرستیالان محاکمه شوي دي
ده زیاته کړه:

“د فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې او وروسته د فساد په وړاندې د عدلي او قضايي مرکز له جوړېدو، کوم کسان چې په دې مرکز کې په سزا محکوم شوي دي، ۲۱۲ کسان دي چې له ډلې يې ۶۷ تنه د افغان حکومت لوړپوړي چارواکي دي، همدا شان ۶۷ تنه نور ممنوع‌الخروج او د ۲۸ تنو دندې ځنډول شوې دي ”

د افغانستان لویه څانوالۍ وایي، دوی د حکومتي چارواکو په ګډون قانون په ټولو یو شان عملي کوي او یوازې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې يې لويې څارنوالۍ له ۴۲ زره ډېرو قضیو ته رسېدنه کړې ده.

راپور: اکرام‌الله اکرام

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.