په فراه کې د یوې نظامي هلیکوپټرې سقوط ۲۵ تنه وژلي

دآزادی راډیو

د افغانستان په لوېدیځ ولایت فراه کې د ملي اردو یوې هليکوپټرې سقوط کړی چې په‌کې ټول ناست ۲۵ سورلۍ وژل شوي دي.

دا خبره د فراه د والي ویاند ناصر مهري روېټرز ته تأیید کړې ده.

هغه ویلي د ملي اردو هليکوپټره شااوخوا نهه بجې په انار درې ولسوالۍ کې د بدې هوا له امله سقوط شوې.

مهري وویل په هلیکوپټره کې چې له فراه نه هرات ته په لار وه د افغانستان د لوېدیځ زون د ملي اردو مرستیال قوماندان او د فراه د ولایتي شورا رئیس هم سپاره وو.
دفاع وزارت په فراه کې د لویدلې هلیکوپټرې په اړه څېړنې پیلوي
طالبانو بیا ادعا کړې چې دوی دا هلیکوپټره ویشتې او نسکوره کړې یې ده.

په فراه کې د ملي اردو د پلې لوا ویاند نورالحق خالقي ازادي راډیو ته وویل چې هليکوپټره د بدې هوا په خاطر له غره سره لګېدلې او د دوی ژغورونکې ډلې په نورو هلیکوپټرو کې ورغلي دي.

ښاغلي خالقي دغه‌راز ویلي چې د فراه د ټاکنو رئیس هم په دغه هلیکوپټره کې ناست و.

په زړه پورې منځ‌پانګه
ډېر لوستل شوي مطالب

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.