په فاریاب کې موټربمي چاودنې لږترلږه ۱۰ طالبان ووژل

 

تاند- لږترلږه ۱۵ تنه طالبان او ملکیان په فاریاب ولایت کې د یوه موټر بم په چاودنه کې ووژل شول.

د افغانستان په شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو د جمعې په ورځ ناوخته په یوه خبرپاڼه کې وویل، دا پېښه د فاریاب ولایت خواجه ناموسي بازار ته نژدې وشوه چې له کبله یې لږترلږه ۵ ملکیان او ۱۰ طالبان ووژل شول.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې طالبانو غوښتل چې موټربم د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار ته ورسوي او هلته یې وچاودوي خو بم هدف ته تر رسېدو وړاندې پخپله وچاودېد.

په دې پېښه کې ۴ تنه نور وسله وال طالبان او لږترلږه ۵ ملکیان ژوبل شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.