‘په غزني کې د کابل-کندهار پر لویه لاره پر درېیو ښځو جنسي تېری شوی’

دآزادی راډیو

عیني شاهدان وايي په غزني کې د کابل-کندهار پر لویه لاره ځينو کسانو د سپرلیو له موټره درې ښځې ښکته کړي او جنسي تېری یې ورباندې کړی دی.

د شاهدانو په وینا، اټکل کېږي چې دغه مېرمنې د هرات ولایت اوسېدونکې وې چې کابل ته پر لاره وې.

له هغه وروسته موټر چلوونکو او سپرلیو د کابل-کندهار لویه لاره د اعتراض په توګه وتړله. لاره د دې راپور تر چمتو کېدو یعنې د ځايي وخت پر دوو بجو لا تړلې وه.

دا پېښه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې شوې ده.

دغه لاره د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ نورالمدارس مدرسې ترڅنګ ملا نوح بابا ته څېرمه د محمدي پمپ په سیمه کې په داسې حال کې تړل شوې چې وايي تېره شپه د سپرلیو له یوه موټر څخه نامعلومو کسانو درې ښځې ښکته کړي او جنسي تیری یې ورباندې کړی دی.
خو د غزني چارواکي وايي، وسله‌والو غلو په دغه سیمه کې تر ۳۰ پورې د سپرلیو موټران شوکولي، خو د ښځو د ځورونې په اړه معلومات نه‌لري.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه‌زاده د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه دوه بجې او سهار وختي وسله‌والو غلو دغه موټران شوکولي دي.

ښاغلی جمعه‌زاده وايي: “وسله‌والو غلو د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د ملا نوح بابا په سیمه کې محمدي پمپ ته څېرمه څو وسله‌والو غلو، څو ۳۰۳ موټرو کې له خلکو پیسې وړې، مالونه‌یې چور کړي دي او اوازې خپرې شوې دي چې ګواګې په دغه ځای کې پر ښځو جنسي تېری هم شوی دی، زموږ کشفي ارګانونه هڅې کوي ترڅو معلومه کړي څه پېښ شوي او څه روان دي، دغه ساحه د وسله‌والو طالبانو اړونده ده.”

عیني شاهدان بیا وايي، په دغه ځای کې که یوې خواته له موټرانو غلاوې شوې دي، خو بل لور ته له یو ۳۰۴ موټر څخه درې ښځې په زوره تښتول شوي او له لوټلو وروسته ورباندې جنسي تېری شوی دی.

محمد خان چې خپل نوم مستعار اخلي وايي: “دغه ښځې یوې زړې کوټې ته بیول شوې هلته وسله‌والو کسانو ورباندې جنسي تېری کړی او بیا طالبانو کوم کور ته بیولې دي.”

دی وايي: “اتکل کېږي چې دغه مېرمنې د هرات ولایت اوسېدونکې وې چې کابل ته‌یې سفر کاوه.”

طالبانو دغه کوټه هم نړولې ده.

محمد خان زیاتوي: “۲۰-۳۰ موټران‌یې درولي او بیا یې شوکولي دي، هغه وروسته په یو موټر کې درې ښځې ناستې دي، هغه‌یې راکښته کړې دي، دلته یوه کوټه ده هغې کوټې ته‌یې بیولي او تېری یې پر کړی دی، وروسته چې دوی لیدلي چې طالبان راغلل، تښتېدلي دي، هغه خلک د دغه سیمې پېژندل شوي خلک دي، طالبانو هغه پېژندل، له هغه وروسته پلټنې پیل شوې، هغه ښځې طالبانو کوم کور ته بیولي دي.”
خو وسله‌وال طالبان بیا وايي دغه پېښه رامنځته شوې، خو معلومه نه‌ده چې وسله‌والو کسانو پر دغو ښځو جنسي تېری کړی دی کنه.

د دغه ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: “په دې که شک نه‌شته چې غلا شوې ده، دلته د پولیسو دوه پوستې هم موجودې دي.”

خو د سیمې خلک او دولتي چارواکي وايي دلته د پولیسو پوستې نه‌شته، بلکې دا هغه سیمه ده چې د وسله‌والو طالبانو تر کنټرول لاندې ده.

د سیمې خلک وايي په دغه سیمه کې تر دې پېښې وړاندې هم څو ځله له موټرانو غلاوې شوې دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.