“په سپټمبر میاشت کې ۱۰۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴۰ نور ټپیان دي”

 

 

کابل (پژواک ١٠ تله ٩٦): د بشري حقونو يو غير دولتي بنسټ وايي، چې په تېره زېږديزه مياشت کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه کمه شوې ده.

د دې ادارې (CPAG) له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوى میاشتنی راپور څرګندوي چې د ۲۰۱۷ زېږديز کال په تېره سپټمبرمیاشت کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه را کمه شوې او د تېرو میاشتو په پرتله په کې نږدې دوه برابره ټیټوالی راغلی دى.

سرچينه کاږي، دغه ګروپ هره میاشت د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېرې راټولوي او د همدغو شمېرو پربنسټ پر حکومت او په جګړه کې پر ښکېلو غاړو فشار راوړي چې د ملکی خلکو مرګ ژوبله دې ودروي او هغه سیمې دې د خپلو بریدونو ډګر نه ګرځوي، چېرته چې کلي او کورونه دي او ملکي وګړي په کې ژوند کوي.

د (سي پګ) د میاشتنۍ شمېرو له مخې، په سپټمبر میاشت کې شاوخوا ۲۴۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د ماشومان او ښځو په ګډون ۱۰۱ تنه وژل شوي او پاتې ۱۴۰ نور ټپیان شوي دي.

سرچينه زياتوي، د دغو را ټولو شوو شمېرو پربنسټ په یاده مرګ ژوبله کې ۲۹ کسان په ننګرهار کې وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي؛ البته په دې ولایت کې د مرګ ژوبلې لومړنی لامل هدفي وژنې دی او په دوهمه درجه کې د حکومت او مخالفو ډلو ترمنځ نښتې هم د دې سبب شوي چې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوي.

د خبرپاڼې په حواله، له ننګرهار وروسته کابل هم هغه ولایت دی چې په تېره سپټمبر میاشت کې يې یو ځل بیا زیاته مرګ ژوبله درلودله. په دغه ولایت کې لس نفره وژل شوي او ۶۹ نور ټپیان شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا په داسې حال کې ده چې په تېره اګست میاشت کې ۶۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه چې ۲۵۴ کسان وژل شوي او ۳۶۱ ټپیان شوي وو.

د ملکي وګړو د خوندیتوب اوعدالت غوښتنې ګروپ وايي، دغه مرګ ژوبله د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې رامنځ ته شوې او پاتې نور ولایتونه د تېرو میاشتو په پرتله ارام وو.

سرچينه زياتوي، که څه هم په تېرو میاشتو کې د ملکي مرګ ژوبلې لوی لاملونه موټربم، هاوان مرمۍ او ماینونه وو، خو دا ځل غلچکي بریدونه او د دولت او مخالفینو تر منځ مخامخ جګړې د مرګ ژوبلې لوی عوامل ښودل شوي دي.

دا ګروپ د عامو خلکو پر مرګ ژوبلې د اندېښنې ښودلو سره وايي، چې په روانه جګړه کې د جنګي قوانینو تر څنګ بشري قوانین هم تر پښو لاندي کېږي.

دې ګروپ یو ځل بیا پر حکومت او د حکومت پر مخالفو ډلوغږ کړى چي په جګړه کې دې په بشپړه توګه جنګي قوانین مراعات کړي او د عامو خلکو له وژنې دې لاس واخلي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ له شاوخوا ۲۰ مدني بنسټونو څخه جوړ شوی دى.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.