په راتلونکو انتخاباتو کې به د رایکارتونو پر ځای له الیکترونیکي تذکرو کار واخیستل شي F
تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، په راتلونکو انتخاباتو کې به د الیکترونیکي تذکرې د رایکارت پر ځای وکارول شي.
د انتخاباتو د خپلواګ کمیسیون ویندوی معاذالله دولتي نن /یکشنبه/ وویل، دا پرېکړه د دې لپاره شوې چې په انتخاباتو کې درغلي ونه شي.
له بلې خوا د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغسي وايي چې د رای ورکوونکو لیستونه به د الیکترونیکي تذکرو پر اساس جوړ شي.
دې همداراز وویل چې د رای ورکوونکو د لیستونو لپاره به د راروان ۱۳۹۷ لمریز کال د حمل له پنځلسمې نوم لیکنه پیل شي.
د مېرمن بادغیسي په وینا د رای ورکوونکو د فهرست د برابرولو لپاره به لږترلږه ۴۰ زره تنه موقتاً وګومارل شي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د عملیاتي مرسیتیالي په وینا د رای ورکوونکو د لیستونو لپاره تر نوم لیکنې وړاندې به د نفوسو د احوالو د ثبت اداره د الیکترونیکي تذکرو وېش پیل کړي.
خو دا لا څرګنده نه ده چې کله به د الیکترونیکي تذکرو وېش پیل شي او که ژر پیل هم شي، دا امکان ډېر لږ ښکاري چې د انتخاباتو لپاره تر ټاکل شوې نېټې پورې دې ټول خلک، په تېره بیا د ولسوالیو او کلیو خلک الیکترونیکي تذکرې ترلاسه کړای شي.
نظرات بسته شده است.