په بین الافغاني خبرو کې د ګډون لپاره یو ګډ پلاوی له کابله دوحې ته ولاړ

دآزادی راډیو

په قطر کې د جرمني په کوربه توب په بین الافغاني خبرو کې د ګډون لپاره له بېلابېلو برخو جوړ یو پلاوی له کابله د دوحې په لور روان شو.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د قطر په بین الافغاني خبرو کې به د بین الافغاني رسمي خبرو لپاره د باور فضا رامنځته کولو او د یو بل د نظرونو د اورېدو لپاره بحثونه وشي.

د دغې شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم د شنبې په ورځ قطر ته له روانېدو وړاندې ازادي راډیو سره په خبرو کې تمه وښوده چې دغه ناسته به ښې لاسته راوړنې ولري.

ده وویل: دغه ابتدايي ناسته ده چې بین الافغاني خبرو ته په کې چې یو طرف به یې افغان حکومت او سیاسي جریانونه او بل اړخ ته به یې طالبان وي، د رسمي مذاکراتو پیل ته وهڅوي، په اوسنۍ ناسته کې هغه موضوعات چې د بحث وړ وي، بحث به ورباندې وشي، زه ډاډه یم چې ښه ناسته به وي، تمه لرو چې ښه لاسته راوړنې به ولرو.
په دغه پلاوي کې شامل ځيني غړي:

حاجي دین محمد
متین بیک
نادر نادري
حکمت خلیل کرزی
حبیبه سرابي
ملا عبدالسلام ضعیف
شاه ګل رضایي
انارکلی هنریار
زینب موحد
لیلا جعفري
امین الدین مظفري
عبدالله قرلق
جمال الدین بدر
عطاالرحمان سلیم
محی الدین مهدي
صدیق الله توحیدي
صالح محمد سلجوقي
سردار نادر نعیم
غیرت بهیر
فوزیه کوفي
رنګین دادفر سپنتا
حامد ګیلاني
سید منصور نادري
ارشاد احمدي
عمر زاخېلوال
ټاکل شوې سبا یکشنبه د جرمني په کوربه توب په قطر کې دوه ورځڼۍ بین الافغاني مذاکرات پیل شي، په دغه ناسته کې شااوخوا شپېتو افغانانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې چې د ناستې ګډونوال به د سولې او بین الافغاني مستقیمو خبرو د پيل په اړه خپل نظریات وړاندې کړي.

په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي او ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته ویلي، دلته به ګډونوال د سولې په رابطه خپل نظر وايي، موږ به په دې اړه خپل نظر وایوو او نور ګډونوال به په شخصي ډول خپل نظر ورکوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي او ویاند سهیل شاهین
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي او ویاند سهیل شاهین
بل خوا د افغانستان د اجرائیه ریاست ویاند فریدون خوځون وايي، دا یو ښه فرصت دی او تمه ښيي چې له فرصته په استفادې باید بین افغاني تفاهم ته لاره خلاصه شي.

ده زیاته کړه: دغه فرصت چې د امریکا متحده ایالاتو او جرمني له لوري رامنځته شوی، د افغانستان او طالبانو استازي به د شخصیتونو په توګه په خپلو کې خبرې کوي، دا یو ښه فرصت دی، هیله مند یوو چې له دې فرصته د سولې لپاره ښه استفاده وشي، څو موږ بین الافغاني خبرو او تفاهم ته سره ورسېږو.

له دې وړاندې په مسکو کې دوه ځله دا ډول غونډې جوړې شوې وې او په کې ټینګار شوی و چې یادې غونډې باید دوام پیدا کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په قطر کې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او طالب پلاوي ترمنځ اووم پړاو مذاکرات اتمې ورځې ته داخل شول.

د سیاسي چارو افغان پوه وحید مژده چې دغه خبرې له نږدې څاري، د دغو خبرو د څرنګوالي په اړه ازادي راډيو ته وویل: دغه خبرې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په مهالوېش راڅرخي، طالبان وايي چې د دوی او امریکایانو ترمنځ په خبرو کې نږدېوالی راغلی، خو لوی خنډ اوس هم د مهالوېش څرنګوالی دی.

طالبانو ویلي چې په اووم پړاو خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او له افغان خاورې د ترورېستانو د نه استفادې په برخه کې بحثونو زیات پرمختګ کړی او دا پرمختګ به د نورو مسایلو لپاره زمینه برابره کړي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.