په افغانستان کې څلورمه مشورتي لویه جرګه

دآزادیراډیو

په افغانستان کې څلورمه مشورتي لویه جرګه نن پیل شوه. په دې جرګه کې د هغه ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک په اړه بحث کېږي چې حکومت‌يې د نه‌خوشې کولو، خو طالبان‌يې پر خوشې کولو ټينګار کوي.

افغان حکومت په تېرو ۱۱ کلونو کې درې نورې مشورتي لویې جرګې ترسره کړي چې لږترلږه دوه‌يې د سولې پروسې اړوند وې.

که څه هم په افغانستان کې د لویو جرګو جوړول کلونه تاریخي مخینه لري، خو د مشورتي لویو جرګو جوړېدل له نږدې ۱۱ کلونو راهیسې دود شول.

جرګه د دې هېواد عنعنوي دود دی، خو اوس‌يې قانوني بڼه خپله کړې ده.

په افغانستان کې لومړنۍ لویه جرګه په ۱۷۴۷ لمریز کال کې په کندهار کې جوړه شوه چې له مخې یې احمد شاه ابدالي د معاصر افغانستان مشر وټاکل شو.

خو په وروستیو کلونو په ځانګړي ډول په ۱۳۸۲ کال کې د اساسي قانون له مخې په افغانستان کې د جرګو د جوړېدو لپاره ځانګړي شرایط وضع شول.

تاریخ لیکونکی غلام محمد محمدي چې له ۱۰ زیات تاریخي اثار یې چاپ شوي وايي، د افغانستان په اساسي قانون کې د لويو جرګو د جوړېدو او څرنګوالي په تړاو هر څه روښانه دي.

ښاغلی محمدي زیاتوي: “پخوا د جرګو جوړولو لپاره منظم قانون نه‌و جوړ شوی چې لویه جرګه باید څه ډول او څوک به په‌کې ګډون کوي، په قبیله‌یي ډول وه. اوس لویه جرګه په اساسي قانوني کې تعیین او مستعجل شوې. که د دې قانون په اساس نه‌جوړېږي، نو حقیقت کې دا د قانون نقض دی.”

دا باور لري چې په تېرو ۱۱ کلونو کې چې کومې مشورتي لويې جرګې جوړې شوي د اساسي قانون له موادو سره ټکر لري او ډېری یې د مسؤلیت څخه د تېښتې په موخه جوړې شوې دي.

دی وايي دا ډول جرګې تر ډېره په پرېکړو کې د خلکو د ورګډولو په هدف ترسره شوي دي.

په افغانستان کې د سولې لومړۍ مشورتي لویه جرګه په ۱۳۸۹ لمریز کال کې د افغانستان د جمعیت ګوند د مشر برهان‌الدین رباني په مشرۍ ترسره شوه چې د ګډونوالو شمېر یې ۱۶۰۰ کسانو ته رسېد.

په دې جرګه کې پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې برنامه تأیید کړه، د سولې عالي شورا جوړه شوه او دغه‌شان د طالبانو یو شمېر بندیان خوشې شول.

دوهمه مشورتي لویه جرګه هم د حامد کرزي د ولسمشرۍ په وخت کې د ۱۳۹۲ کال د عقرب په ۳۰مه د جهادي مشر صبغت مجددي په مشرۍ جوړه شوه.

په دې مشورتي لویه جرګه کې هم ۲،۵۰۰ کسانو ګډون کړی و چې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون تصویب شو، خو ظاهراً ‌يې پایلې د ښاغلي کرزي له‌خوا ونه‌منل شوې.

او درېیمه مشورتي لویه جرګه تېر ۱۳۹۸ کال د ثور په نهمه نېټه جوړه شوه چې ۳،۲۰۰ کسانو په‌کې ګډون کړی و او جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف‌يې مشري کوله.

د دې جرګې اصلي بحث طالبانو ته د سولې په برخه کې حدود ټاکل و چې د ګډونوالو له پنځه ورځني بحثونو وروسته‌يې افغان حکومت ته ۲۳ ماده‌ییز پرېکړه‌لیک وړاندې کړ.

افغان حکومت وايي څلورمه مشورتي لویه جرګه کې به د هغه ۴۰۰ طالب بندیانو په سرنوشت بحث وشي چې په درنو جرمونو ککړ دي.

حکومت وايي په دې جرګه کې به دغه‌شان د تېر کال د جرګې په موضوعاتو هم بحثونه وشي.

په دې جرګه کې هم له ټول هېواد څخه ۳،۲۰۰ کسانو ګډون کړی.

د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون مشر معصوم ستانکزي په وینا چې دغه طالبان د قتل، مخدره موادو قاچاق او یو شمېر نورو جرمونو په تور محکوم دي او یو شمېر یې په اعدام محکوم دي.

د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل بیا وایي، له ټولو نیمګړتیاوو سره سره چې ښایي د مشورتي جرګې په جوړېدو کې وي، مېکانیزم‌یې باید د ولس په خیر وکارول شي.

د افغانستان د اساسي قانون شپږم فصل د لویې جرګې د جوړېدا اهمیت او د جرګې صلاحیتونو ته ځانګړی شوی.

د اساسي قانون په ۱۱۰ ماده کې راغلي، “د افغانستان د خلکو ارادې مهمه مرجعه” بیانوي.

د اساسي قانون په ۱۱۱ ماده کې راغلي لویه جرګه په هغه حالت کې جوړېږي او خلک لوی تصمیمونه نیسي لکه استقلال، ځکمنۍ بشپړتیا، اساسي قانون تعدیل او کله چې ولسمشر محاکمه کېږي.
‘طالبانو مې ورور وواژه؛ که سوله وکړي، بخښنه ورته کوم”

د سولې مشورتي جرګې یو شمېر غړي وايي، په هېواد کې د تل‌پاتې سولې لپاره حاضر دي چې د ۴۰۰ طالب زندانیانو د ازادۍ په اړه مثبته مشوره ورکړي.

دوی وايي، که څه هم دا ډول پرېکړه ورته سخته ده، خو سولې ته د رسېدو لپاره حاضر دي دا قرباني ورکړي.

د جرګې دغه غړي چې په افغانستان کې د جګړې د قرباني شویو د کورنۍ غړي دي وايي، هغه مهال د ۴۰۰ طالب زندانیانو له ازادۍ سره موافق دي چې تل‌پاتې سوله‌یې هېواد ته راشي.

حمیرا رفیع له ننګرهار ولایت دې جرګې ته رابلل شوې ده. هغه وايي، سوله قربانۍ ته اړتیا لري او که د دې کسانو په ازادۍ سوله راځي، دوی به مثبته مشوره ورکړي.

مېرمن رفیع زیاتوي: “د سولې لپاره او له دې کبله چې موږ دوه لسیزې قرباني ورکړه. هیله‌ لرم چې سوله راشي او دا بندیان هم خوشې شي، خو باید بین‌الافغاني خبرو ته زمینه برابره شي.”

د سولې مشورتي لویې جرګې یو شمېر ګډونوال

نظیفه وکیلي چې له نیمروز دې جرګې ته رابلل شوې، له جګړې ستړې ده او د تاوتریخوالي پای غواړي.

مېرمن وکیلي زیاته کړه: “زه خپله د یوې قرباني کورنۍ غړې یم، زما خور وژل شوې ده. هڅه کوم، څو داسې پرېکړه وکړم چې تېر څو کلن تاوتریخوالی پای ته ورسوي.”

خو د جرګې ځیني ګډونوال بیا د ۴۰۰ طالب زندانیانو د ازادۍ سره مخالف هم دي.

نسیمه نیازۍ له لوګر ولایت جرګې ته راغلې. هغه وايي، هېڅ‌کله به هغه کسان ونه‌بخښي چې لاسونه‌یې د خلکو په وینو سره دي.

مېرمن نیازۍ وايي: “زما تصمیم دا دی، هغه کسان چې د ملت په وینو یې لاسونه ککړ دي، خلک‌یې قتل کړي، هغه به څه ډول دا خوشې کوي. هغه کسان دې خوشې کړي چې بې‌ګناه په پلچرخي کې بندیان دي.”

د ۵ زره طالب بندیانو ازادي د امریکا او طالبانو ترمنځ د هغې هوکړې یوه برخه ده چې د فبروري په ۲۰مه‌یې په دوحه کې لاسلیک کړ.

د افغان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي طالب بندیان

د افغانستان حکومت وايي، دوی د طالبانو د ورکړل شوي نوملړ سره سم ۴،۶۰۰ زندانیان ازاد کړي، خو دا چې دا کسان د لوړې کچې جنګي او جنايي جرمونه لري، له همدې کبله‌یې د نظر اخیستو لپاره مشورتي لویه جرګه رابللې ده.

د دې جرګې په کمېټو کې اوس پر دې بحث روان دی چې ایا دا زندانیان ازاد شي، که نه؟ همدا ډول د دې زندانیانو له ازادۍ وروسته باید طالبان څه وکړي او بین‌الافغاني خبرې څه ډول پیل شي؟
د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کولو په اړه د مشورتي جرګې د ښځینه غړو خبرداری

د سولې مشورتي لویې جرګې یو شمېر ښځینه ګډونوالې وایي که‌یې نظریات وانه‌ورېدل شي جرګه به تحریم کړي.

د سولې مشورتي لویې جرګه کې ځينې ګډوالې ښځې ټینګار کوي چې د ۴۰۰ طالب بندیانو د سرنوشت په اړه به خپل نظریات شریک کړي، خو غوښتنه‌يې دا ده چې باید غږ يې واورېدل شي.

له دې ډلې صبرینا حمیدي ازادي راډيو ته وویل: “که نظریات مو وانه‌ورېدل شي، موږ مېرمنو ژمنه کړې چې اکثریت مېرمنې به جرګه تحریموي او له جرګې به وځي، زموږ بحث په همدې دی چې که ګډون مو د کمیت په لحاظ کم هم دی باید داسې نظریات ورکړو چې هم مو تاریخ ته او هم مو ولس ته مسؤلیت ته رفع کړی وي او هم د یو روښانه مستقبل لپاره لاره هواره کړې وي.”

د سولې مشورتي لویه جرګه

همداراز له ننګرهار ولایته دغې جرګې ته راغلي وایي د ښځو ونډه مهمه ده ځکه په خبره‌يې د جګړې تر ټولو زیاته قرباني ښځې ورکوي.

هغوی زیاتوي: “د ښځو ګډون په هره برخه کې مهم دی د سولې په پروسه کې خو لا زیات، ځکه چې په جګړه کې لومړۍ قرباني مېرمن ده ځکه چې اولاد هم، خاوند هم، پلار او ورور ان خپلوان هم د مېرمنو وژل کېږي، نو له دې امله زیاتې زیانمنېږي، نو د دې لپاره د ښځو ګډون زیات مهم دی.”

عناد بي بي چې له خوست ولایته دغه جرګې ته رابلل شوې وایي افغان ښځې له جګړو ستړې دي، خو په دې جرګه کې به د جګړې د دواړو لورو ترمنځ د حق په اړه خبرې وکړي.

هغې زیاته کړه: “موږ افغان ښځې ډېر متضررې یو، ډېر دردونه او رنځونه مو تېر کړي دي، غواړو چې د طالبانو او دولت ترمنځ هغه خبره وکړو کومه چې حق وي.”

دا مېرمنې په داسې حال کې د نظریانو پر اورېدو او پلي کولو یې ټينګار کوي چې د سولې مشورتي لویې جرګې منتظمینو نن د ولسي جرګې او د سولې مشورتي جرګې غړې بلقیس روشن د اعتراض پر مهال له جرګې وایستله.

اغلې روشن د ولسمشر د خبرو پر وخت له خپل ځایه پاڅېده او ویې‌ویل چې باید طالبانو ته باج ورنه‌کړل شي.

اغلې روشن د طالب بندیانو خوشې کول ملي خیانت وباله.

افغان ولسمشر اشرف غني بلقیس روشن ته وویل چې چاته باج نه‌ورکوي او پرېکړه د جرګې په غړو پورې تړلې ده.

ولسمشر غني د مشورتي لویې جرګې غړو ته د وینا پر مهال

د ولسمشر غني او بلقیس روشن تر لنډو خبرو وروسته د خواله رسنیو د تصویرونو له مخې ښکاري بلقیس روشن د یوې بلې ښځې له‌خوا په داسې حال کې چې شعار یې په لاس کې و او مخته روانه وه په ځمکه ووهل شوه.

د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون مشر معصوم ستانکزي په خبره په دغه جرګه کې ۳،۲۰۰ کسانو ګډون کړی چې ۷۲۰یې ښځې دي.
غني: د ۴۰۰ طالب بندیان له خوشې کېدو سره سم بین‌الافغاني مذاکرات پیلېږي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ۴۰۰ نورو طالب زندانیانو له خوشې کېدو سره سم به بین‌الافغاني مذاکرات پیل شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي وسله‌والو طالبانو ژمنه کړې چې د ۴۰۰ نورو طالب بندیانو له خوشې کېدو درې ورځې وروسته به له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې پیل کړي.

ښاغلي غني د جمعې په ورځ «۱۳۹۹ کال د زمري ۱۷» د سولې مشورتي لویې جرګې ته په خپله وینا کې وویل چې په بین الافغاني خبرو کې به لومړی په تلپاتې اوربند بحثونه وشي.

نوموړي دغه‌شان وویل، که د وسله‌والو طالبانو ۴۰۰ نور بندیان د لېست مطابق خوشې نه‌شي، نو د دغه ډلې له لوري به جګړه لا پسې سخته شي.

ښاغلي غني وویل د دغه بندیانو د برخلیک معلومول اسانه پرېکړه نه‌ده، خو اوس باید دا پرېکړه د دې جرګې ګډونوال وکړي.
هغه زیاته کړه: “د طالبانو ژمنه دا ده چې د ۴۰۰ نورو طالب بندیانو له خوشې کېدو درې ورځې وروسته له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیلوي چې د مذاکراتو د پیل موضوع به په تلپاتې اوربند موافقې ته رسېدل وي، دغه‌شان دې ډلې ګواښ کړی چې که دغه بندیان خوشې نه‌شي، نو طالبان به نه‌یوازې جګړې ته دوام ورکوي، بلکې جګړه به لا پسې سختوي، نو دغه دوه لارې دي.”

دی وايي افغان حکومت ۵،۱۰۰ طالب بندیان خوشې کړل، خو د اساسي قانون په اساس د نورو ۴۰۰ طالب زندانیانو خوشې کول چې درانه جرمونه لري د ده واک نه‌دی.

افغان حکومت له دې وړاندې ویلي وو چې دغه ۴۰۰ طالب بندیان د قتل، قاچاق، انسان تښتونې او د فساد په شان په درنو جرمونو محکوم شوي دي.

عبدالله عبدالله

په ورته وخت کې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله چې د سولې د مشورتي لويې جرګې د ریاست دنده هم پر غاړه لري وايي، په اوسنیو سختو حالاتو د دې جرګې د کډونوالو مشوري د افغانستان برخلیک ټاکلی شي.

عبدالله وویل: “ستاسې پرېکړې د افغانستان د خلکو لپاره د مرګ او ژوند پرېکړه ده، ستاسې مشوره د افغانانو لپاره حیاتي ارزښت لري، زه باور لرم چې ډله‌ییزه پرېکړه به د افغانستان د باعزته او تلپاتې سولې لپاره یو لارښود واوسي.”

افغان حکومت دا جرګه د تېر کال د سولې د مشورتي لويې جرګې دوام بولي او وايي چې د تېر کال د جرګې ۹۰ سلنه مشورې عملي شوې دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې مشورتي لویې جرګې له دایرېدو د امریکا د ملاتړ هرکلی وکړ.

د سولې د مشورتي جرګې انځور

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د جرګې رابلل ستایلي او ویلي یې دي، دوی پوهېږي چې ګډونوال به‌یې د پاته طالب زندانیانو پر خوشې کېدو مصلحت وکړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي مشورتي لویه جرګه یو تاریخي فرصت دی چې د سولې د مخامخ خبرو په وړاندې وروستی خنډ لیرې کړي.

زلمي خلیلزاد نن سهار پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې له جرګې نه یوه مثبته نتیجه ترلاسه کول د تاوتریخوالي د کمښت او د بین‌الافغاني خبرو د ژر تر ژره پیل په معنی ده.

له بله خوا پخواني جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف د جرګې غړو ته په خپله وینا کې وویل چې د دوی مشورې باید د سولې په وړاندې شته خنډونه لیرې کړي.

سیاف زیاته کړه: “همت او شهامت په دې کې دی چې وینه تویېدل څنګه ودرول شي، زما هیله د دې جرګې له غړو دا ده چې باید هڅه وکړي داسې مشورې ورکړي چې سولې ته زمینه برابره کړي او د سولې په وړاندې شته خنډونه له‌منځه یوسي.”

د مشورتي لویې جرګې د جوړوونکي کمېسیون مشر محمد معصوم ستانکزي وویل چې په دې جرګه کې ۳،۲۰۰ کسانو ګډون کړی چې ۷۲۰ يې مېرمنې دي.

نوموړي وویل چې دا جرګه به درې ورځې دوام کوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.