په افغانستان کې پر ټاپي پروژې عملي کار په مني کې پیلېږي

 
تاند- د افغانستان په هرات ولایت کې د د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان (ټاپي) پایپ لاین د سروې کار پیل شوی او ټاکل شوې ده چې د سږ کال په مني کې د دې نللیکې پر جوړولو کار پیل شي.

رویټرز خبري اژانس په دې اړه په یوه راپور کې د هغو ستونزو یادونه کړې چې د دې پایپ لاین د جوړېدو په لار کې لیدل کېږي.

د دې اژانس پر اساس لومړۍ ستونزه دا ده چې مرستندویانو ته قناعت ورکړل شي چې د دې پایپ لاین، چې پر جوړېدو یې ۸ ملیارد ډالر لګېږي، پیسې ورکړي او خصوصي سیکتور په دې پروژه کې پانګونې ته وهڅول شي.

افغانستان د دې نللیکې په سلو کې ۵ لګښت په غاړه لري.

د افغانستان د کانونو او پترولیم سرپرست وزیرې نرګس نهان په یوه مرکه کې د پانګونکو په اړه ویلي، دوی فکر کوي چې دا پروژه چې په تېرو ۳۰ کلونو کې عملي نه شوه، څرنګه به په څو کلونو کې تطبیق شي.

که څه هم وسله والو طالبانو ویلي چې د دې پروژې ملاتړ کوي خو امنیتي اندېښنې پر خپل حال دي.

تېره میاشت وسله والو طالبانو په فراه ولایت کې حملې تېزې کړې او یو شمېر افغان چارواکو وویل چې د طالبانو د حملو انګېزه دا ده چې د ټاپي پروژه عملي نه شي.

که دا ۱۸۰۰ کیلو متره اوږده نللیکه بشپړه شي، په وسیله به یې د کال ۳۳ ملیارد مترمکعب ګاز له ترکمنستان څخه پاکستان او هندوستان ته ولېږدول شي.

افغانستان به د دې پایپ لاین له لارې د کال ۵ ملیارد مترمکعب ګاز مصرف کړي چې ورسره به د افغان کورنیو د ژوند او پخلي په طریقه کې لوی بدلون راشي.

د اسیايي پراختیايي بانک سیمه ییز مشر سامویل تومیوا وايي، بانک یې په ټاپي پروژه کې د افغانستان د ونډې مالي لګښت مهیا کوي او نړیوال بانک له ګاز څخه د برښنا د تولید او سرې د جوړولو لپاره فزیبلیټي ستډي یا سروې کوي.

ده همداراز وویل، په هرات کې به، چې د افغانستان درېم لوی ښار دی، کورنیو ته ګاز وغځول شي او د برښنا د تولید لپاره به هم کار واخیستل شي څو د جوسو یا د مېوې د اوبو د تولید فابریکې پرې فعاله شي.

د تومیوا په باور دا به هرات پر یوه صنعتي ښار بدل کړي.

د افغانستان برښنا شرکت ريیس امان غالب وايي، شرکت یې دې ته لومړیتوب ورکوي چې له ګازو څخه په خپله برښنا تولید کړي. دا شرکت په دې غور کوي چې د ټاپي د ګازو لپاره چیري برښناکوټ جوړ کړي.

ده په عین حال کې وویل، د ټاپي پایپ لاین تر بشپړېدو او له لارې یې پاکستان او هند ته د ګاز تر رسېدو مخکې افغانستان له ترکمنستان څخه اضافي ګاز اخیستلی شي.

په پام کې ده چې د ټاپي نللیکې له لارې پاکستان او هندوستان ته ګاز د ۲۰۲۰ تر پایه جاري شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.