په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د طالبانو وړاندیز رد کړ

 

 

تاند- په افغانستان کې غوڅ ملاتړ ماموریت د جګړې د پای ته رسولو لپاره د وسله والو طالبانو وروستی وړاندیز رد کړ.

طالبانو پرون د امریکا خلکو ته په یوه پرانیستي لیک کې غوښتنه کړې وه چې پر خپل حکومت فشار راوړي څو له افغانستانه پوځیان وباسي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د طالبانو وروستۍ خونړۍ حملې د دې ډلې نیتونه او سلوک ښه ښيي.

د ناټو تر مشرۍ لاندې ځواکونو ویلي چې طالبان د سولې د خبرو لپاره ښه نیت نه لري.

غوڅ ملاتړ ماموریت وايي«په کابل کې د طالبانو وروستۍ شرموونکې حملې د دې ډلې د وحشت او بربریت ښکارندويي کوي او ناټو تر پخوا په کلک هوډ د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي.»

د امریکا د ولس، چارواکو، غیرحکومتي موسسو او د کانګریس د «سوله غوښتونکو» غړیو په نوم د طالبانو په پرانیستي لیک کې د پراخ بنسټه حکومت ژمنه شوې او د نجونو د تعلیم په ګډون د زده کړو ملاتړ شوی خو ظاهراً یې د واک وېش رد کړی او ویلي یې دي چې د حکومت جوړېدا د دوی حق دی.

امریکا مخکې ویلي چې د افغانو په مالکیت د سولې د خبرو ملاتړ کوي. خو طالبان تراوسه پورې ظاهراً دې ته حاضر نه دي چې د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.