په افغانستان کې د امریکا سفیر وایي، تر انتخاباتو وړاندې باید سوله وشي

دآزادی راډیو

په افغانستان کې د امریکا سفارت وایي، تر انتخاباتو وړاندې سوله باید وشي.

په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس له خبریالانو سره د وروستیو سیاسي معلوماتو د شریکولو په ناسته کې وویل، که څه هم انتخابات او سوله دواړه مهم دي، خو امریکا ته سوله لومړیتوب لري.

نوموړي وویل چې موږ باید هم مهاله پر دواړو کار وکړو، سوله موږ ته لومړیتوب لري، لکه څرنګه چې ما له ټولو سره خبرې کړي، هېڅ چا نه دي ویلي چې انتخابات دې وشي، خیر چې جګړه دوام ولري او خلک ووژل شي.

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو کابل ته د خپل سفر پر مهال وویل چې واشنګټن په تمه دی چې د راروانې سپټمبر میاشتې مخکې د افغان سولې په اړه له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

په ورته وخت کې ښاغلي جان بس د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ په قطر کې د اووم پړاو مذاکراتو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې امریکا لا هم نه پوهېږي چې له دغې ډلې سره به یوې هوکړې ته ورسېږي که نه.

په قطر کې د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور
په قطر کې د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور
د ده په خبره، ځکه دا طالبانو پورې اړه لري چې څنګه کولای شي چې د دواړو لورو تر منځ درک رامنځته کړي.

خو ښاغلي جان بس پر افغانانو ټینګار وکړ چې له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو لپاره چمتووالی ولري، تر څو د ټولو اړخونو او هېوادوالو حقونه په کې خوندي پاتې شي.

ښاغلی جان بس دا خبرې داسې مهال کوي چې د شنبې په ورځ په قطر کې د طالب استازو او امریکايي چارواکو ترمنځ د سولې اووم پړاو خبرې پیل شوې.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.