په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو د ناوړه چلند د څېړنو د پایلو خپرولو غوښتنه شوې

 
تاند (شنبه د عقرب ۱۰) د بشري حقونو ګڼ شمېر استرالیايي، افغان او نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو د بد چلند د تورونو په اړه د څېړنو د پایلو خپرولو غوښتنه کړې ده.

دغه غوښتنه د بخښنې نړیوال سازمان امنېسټي انټرنشنل، سیف دې چېلډرن او د افغانستان د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې په شمول ۲۵ سازمانونو په یوه پرانستي لیک کې د استرالیا له حکومته غوښتل شوي چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د ناوړه او غیر قانوني چلند په اړه دوی او رسنیو ته معلومات ورکړي.

دا لیک چې پرون جمعه د روانې عقرب میاشتې په ۹ مه نېټه د نړیوال عدالت لپاره د اسټرالیايي مرکز په وېب ‌پاڼه خپور شوی، او په کې د استرالیا د دفاعي ځواکونو د سرمفتش مرستیال جنرال پاول بریرتون مخاطب شوی دی.

په لیک کې راغلي، د استرالیا دفاعي ځواکونو سرمفتش څلور کاله وړاندې د هغو ادعاو څېړل پیل کړي چې له مخې یې ځیني استرالیايي پوځیان په ۵۵ قضیو کې په ناقانونه وژنو او له ملکیانو او بندیانو سره په ظالمانه چلند تورن شوي دي.

دوی ویلي، له دې چې د استرالیا د سرمفتش څېړنې په بشپړېدو دي، نو باید پایلې یې له ټولو سره شریکې شي.

د استرالیا حکومت او د پوځ سرمفتش تر اوسه پورې د بشري حقونو د دغو ډلو د لیک په ځواب کې څه نه‌ دي ویلي.

په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو د ناوړه چلند، قصدي وژنو او ظالمانه کړنې د رسنیو مهم خبرونه دي، خو په دې اړه د استرالیا حکومت د وضاحت لپاره تر اوسه جدي ګام نه دی پورته کړی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.