په افغانستان کې تاوتریخوالی؛ یوه ورځ کې ۲۷ ملکیان مړه او ټپيان شوي

دآشنا ږغ

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، تیره ورځ د وسله والو طالبانو په بریدونو او ماین چاودنو کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۱ تنه ټپيان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن شنبه اپرېل۳ (وري۱۴) خبریالانو ته په استول شوي غږیږ پیغام کې ویلي چې په وژل شوو کسانو کې یو ماشوم او ټپیانو کې ښځې هم شاملې دي.

هغه ویلي: “دغه پېښې د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په منجان، د تخار د خواجه غار ولسوالۍ په قشلاق کندهاري سیمه، د سرپل ولایت د ګوسفندي ولسوالۍ په صیاد سیمه، په جلال اباد ښار، په حصارک ولسوالۍ او د خوست ولایت د صبري ولسوالۍ په نهار کلي کې رامنځته شوې دي.”

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین همدارنګه وویل چې وسله وال طالبان هره ورځ د ماینونو ځای پر ځای کولو سره د ملکي خلکو ژوند اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې نن شنبه د بلخ مرکز مزارشریف کې د سړک غاړې ماین چاودنې دوه تنه ټپیان کړل.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.