پنتاګون، په افغانستان کې امریکايي پوځیان له دفاعي حالت سره سره د افغان ځواکونو دفاع کوي

 

تاند (چهارشنبه، د ثور ۲۳) د امریکا د دفاع وزارت ویندوی وايي، په افغانستان کې مېشت امریکايي پوځیان لا هم په دفاعي حالت کې پاتې کېږي خو که طالبان پر افغان امنیتي ځواکونو حملې زیاتې کړي، دا ځواکونه به هم د ځان د دفاع لپاره بریدونه وکړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل، لغمان او ننګرهار کې له خونړیو تروریستي حملو وروسته افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر وکړ چې له دفاعي حالته راووځي او تهاجمي دریځ خپل کړي.

د پینتاګون ویندوی توماس کمبل وویل، په افغانستان کې امریکايی پوځیان دفاعي حالت لري خو که طالبان پر افغان ځواکونو بریدونه کوي امریکايي پوځیان به دفاعي حملې وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازي ضمیر کابلوف وايي چې د طالبانو حملې د امریکا او طالبانو د موافقې سرغړونه نه ګڼل کېږي.

خو ده د افغانستان د ولسمشر اشرف غني دا امر چې افغان امنیتي ځواکونه دې له دفاعي حالته تهاجمي حالت غوره کړي، د سولې د بهیر خنډ وباله او ویې ویل له دې داسې ښکاري چې کابل د سولې خبرو ته لېوالتیا نه لری.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.