پر ګریشک ولسوالي د طالبانو حمله په شا وتمبول شوه

 

 

تاند- د هلمند چارواکي وايي، پر ګریشک ولسوالي د طالبانو پراخه حمله، چې له هاموې زغرګاډو او نورو درنو وسلو یې پکې کار واخیست، په شا وتمبول شوه.

د هلمند د والي مطبوعاتي دفتر وویل، طالبانو ته په دې برید کې، چې تېره شپه یې بیل کړی و او تر نن ورځې یې دوام وکړ، سختې مرګ ژوبلې واوښتې.

راپورونه وايي چې لا هم په ځینو برخو کې د دواړو خواوو ترمنځ جګړه روانه ده.

خو د هلمند مطبوعاتي دفتر وايي چې د طالبانو اصلي او پراخه حمله، چې د ګریشک ولسوالي د نیولو په هدف یې پیل کړې وه، د امنیتي ځواکونو له لوري ناکامه کړای شوې ده.

د هلمند ولایتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو هڅه کوله چې د ګریشک ولسوالي د یخچال پُل ونړوي. خو افغان امنیتي ځواکونو مخکې تر مخکې استخباراتي معلومات ترلاسه کړي وو اوحمله کوونکي یې پرې نښودل چې سیمې ته ځان ورسوي.

سیمه ییز چارواکي وايي، طالبانو پر ګریشک ولسوالي په حمله کې له هاموې زغرګاډو، هوا ضد ماشینګڼو، پي کې ایم ماشینګڼو او نورو وسلو کار واخیست خو د امنیتي ځوکونو له لوري په شاو وتمبول شول.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا تراوسه پورې د طالبانو ۴۰ مړي شمېرل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي او سیمه په بشپړ ډول د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې ده.

له بلې خوا افغان امنیتي ځواکونو د پکتیا چاني خېل ولسوالي له وسله وال طالبانو بېرته ونیوله.

دا ولسوالي تېره اوونۍ وسله وال طالبانو ونیوله.

د پکتیا چارواکي وايي چې جاني خېل لسوالي یې د تېرې شپې په ملیاتو کې له طالبانو تصفیه کړه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.