پر کابل پوهنتون د حملې له طراحانو د غچ اخیستو خبرداری؛ نن ملي ماتم اعلان شو لړم ۱۳, ۱۳۹۹

 

دآزادیراډیو

د افغانستان حکومت پر کابل پوهنتون د پرونۍ حملې له قربانیانو سره د خواخوږۍ لپاره نن ملي ماتم اعلان کړ.

د افغانستان پر یوه لوی تحصیلي مرکز برید، په افغانستان کې دننه او بهر پراخ غبرګونونه پارولي دي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني نن سې شنبه د ملي ماتم په توګه اعلان کړې او سپارښتنه‌یې وکړه چې په هېواد کې دننه او بهر دې د افغانستان بیرغ نیم ځوړند وي.

جمهور رئیس والیانو او د بېلابېلو ولایتونو چارواکو ته سپارښتنه وکړه چې نن پر کابل پوهنتون د دوشنبې ورځې د حملې د قربانیانو په یاد د ویر مراسم جوړ کړي.

جمهور رئیس غني چې څه موده‌یې خپله هم د کابل پوهنتون د رئیس په توګه کار کړی، تېره شپه ملت ته په وینا کې، پر دغه تحصیلي بنسټ حمله یو لوی جنګي جنایت وباله او له عاملانو یې د غچ اخیستو خبره وکړه.
ښاغلي غني زیاته کړه: “د افغانستان وحشي دښمن ته وایم چې بې‌انتقامه به نه‌پاتې کېږي. د دغو شهیدانو او اولادونو د ارزښتمنې وینې څو برابره سخت غچ به واخیستل شي. زموږ اتل ځواکونه تاسې پیدا کوي او له‌منځه مو وړي.”

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی مأموریت یا یوناما، د دې حملې د غندنې ترڅنګ ویلي پر ښوونځیو او پوهنتونونو حمله، په هېڅ وجه نه‌شي توجیه کېدای.

بل‌خوا په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس وېلسن هم دغه حمله غندلې او په خپل ټویټر کې یې لیکلي، هغه څه چې افغانستان ورته اړتیا لري سوله ده.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ویاند هم ویلي چې پرونۍ حمله یوه کرک‌پاروونکې ترورېستي پېښه وه.

د هندوستان صدراعظم نرېندرا مودي، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق او په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنک مشر منظور پشتین هم پرونۍ حمله غندلې او یو ترورېستي عمل‌یې بللی دی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې، شهرزاد اکبر هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې پر تحصیلي او ملکي بنسټونو حمله، یو جنګي جنایت وباله.

هغې زیاته کړه چې دا ډول حملې په هېڅ ډول نه‌شي توجیه کېدای: “د جګړې قوانین ډېر څرګند دي. پر غیر نظامي سیمو قصدي حمله له جنګي جنایت سره برابره ده. دا د سختې اندېښنې وړ ده، ځکه لوی پیغام رسوي، هغه دا چې له بده مرغه د افغانستان په جګړه کې هېڅ ځای خوندي نه‌دی، خلک نه په کورونو، نه پر لارو او نه هم په پوهنځیو او کاري چاپېریالونو کې امن لري.”
د دوشنبې تر غرمې مخکې درې وسله‌وال کسان د کابل پوهنتون ودانۍ ته ننوتل، پر محصلانو، استادانو او هر هغه چا یې ډزې وکړې چې په مخه ورتلل.

د اسلامي دولت یا داعش وسله‌والې ډلې د خراسان څانګې د دې برید مسؤلیت منلی دی. د اعماق خبري اژانس چې د دې ډلې تبلیغات خپروي ویلي د داعش دوه بریدګرو په دې برید کې برخه درلوده.

وسله‌والو طالبانو په دې حمله کې خپل دخالت رد کړی او کرغېړن برید یې بللی دی، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین دا حمله د وسله‌والو طالبانو کار وباله.

دی زیاتوي: “دا جنایتکارانه عمل د طالبانو او د هغوی د همکارانو د ترورېستي کړنو دوام دی چې پر یوه ناپوځي مرکز او ارګان چې هلته د پوهنې، تدریس، ښوونې او روزنې بحث کېږي، حمله کوي، دا یو جنګي جنایت دی.”
کابل پوهنتون تر ۱۷ زرو ډېر محصلان او نږدې ۹۰۰ استادان لري چې د راپورونو له مخې د حملې پر وخت نږدې ۸ زره محصلان په پوهنتون کې وو.

دا په تېرو ۱۰ ورځو کې دوهم وار دی چې د افغانستان پر یوه ښوونیز بنسټ حمله کېږي.

تر دې مخکې د کابل په دشت برچي سیمه کې پر کوثر دانش ښوونیز مرکز د لړم/عقرب پر دوهمه حمله کې ۲۴ کسان وژل شوي وو.

د هغې حملې مسؤلیت هم د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې منلی و.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.