پر معروف ولسوالۍ د طالبانو لوی برید، ۱۱ سرتېري مړه، ۲۷ ټپیان

 

تاند نیوز ډیسک: طالبانو د کندهار د معروف ولسوالۍ پر ودانۍ لوی ډله ییز ځانمرګي برید کې ۱۱ سرتېري وژلي او ۲۷ نور ټپیان دي.
د کندهار امنیه قومندان وایي، طالبانو په چاودیدونکو توکو ډک ۴ هاموي موټر د ولسوالۍ له ودانۍ سره وهلي او دغه مرګ ژوبله یې اړولې ده.
د تادین خان په وینا، برید بیګاه شپه شوی او طالبان ځپل شوي دي چې په ترڅ کې ۴ ځانمرګې او ۱۷ وسله وال هم وژل شوي دي.

داسې راپورونه شته چې برید کې د ټاکنو کمیسیون ۸ مامورین هم وژل شوي. دغه مامورین ولسوالۍ کې د ټاکنو ثبت نام ته دېره وو.
نوموړي ویلي، سیمه اوس تر کنترول لاندې ده او دوی به خپلې پلټنې لا سختې کړي.
د تادین خان په خبره د پېښي ټپي سرتېري د کندهار عامې روغتیا روغتون ته رسول شوي دي او د ولسوالۍ د ژغورلو او د طالبانو د نورو بریدونو مخنیوي لپاره یې نور تازه دمي ځواکونه استولي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.