پر ارګ د حبیب‌الله احمدزي د لګول شویو تورونو قضیه لویې څارنوالۍ ته رسېدلې

دآزادی راډیو

د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې د حبیب‌الله احمدزي له لوري په ارګ کې د اخلاقي فساد د لګول شویو تورونو قضیه څارنوالۍ ته رسېدلې ده.

د دې ادارې ویاند جمشید رسولي په کابل کې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غبرګولي ۰۷» یوې خبري ناستې ته وویل چې د دغې قضیې د څېړنې په هدف پلاوي ټاکل شوی او له ښاغلي احمدزي غوښتنه شوې چې اسناد او شواهد وړاندې کړي: “د افغانستان لويې څارنوالۍ د دې تر څنګ چې د قضیې د څېړنې لپاره يې پلاوی ټاکلی له ښاغلي احمدزي هم غوښتنه شوې چې د روانې اوونۍ تر پنجشنبې ورځې پورې په‌دې اړه خپل ټول شواهد او اسناد له ټاکل شوي پلاوي سره شریک کړي، څو پلاوی وتوانېږي چې د همدغو اسنادو او شواهدو په استناد خپلې څېړنې مخ په وړاندې یوسي.”

له دې وړاندې د افغان ولسمشر مرستیال ویاند صمیم عارف هم ازادي راډيو ته تأييد کړې وه چې یاده قضیه لويې څارنوالۍ ته استول شوې ده.

په امنیتي چارو کې د ولسمشر غني پخواني سلاکار حبیب‌الله احمدزي په ‌خپلو تازه څرګندونو کې په ارګ کې د اخلاقي فساد د موجودیت ادعا کړې ده.

احمدزي ویلي چې په ارګ کې ځیني کسان د فحشاوو د خپرولو لپاره په سیستماتیک ډول کار کوي.

نوموړي دغه‌شان تور پورې کړی چې د ولسي جرګې د ټاکنو یو شمېر ښځينه نوماندانې چې له ۶۰۰ څخه کمې رأیې وړې وې، د ارګ له لوري د نامشروع اړیکو له‌ مخې ولسي جرګې ته بریالي شوې دي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري بیا د ښاغلي احمدزي دغه څرګندونې شخصي عقده بللې او غوښتنه‌یې کړې چې باید ثبوت‌یې وړاندې کړي.
دغه ادعاګانو په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول فېس‌بوک کې هم غبرګونونه راپارولي.

عبدالله: د ارګ په اړه وروستي راپورونه ټکان ورکوونکي دي، جدي دې وپلټل شي
د فېس‌بوک ځینو کارکوونکو د یو شمېر هغه نجونو چې سیاسي او مدني فعالیتونه کوي انځورونه هم خپاره کړي او بد او نامناسب الفاظ‌يې ورسره لیکلي دي.

په ورته وخت کې د افغان ښځو د شبکې غړې عابده طلایي او یو شمېر افغان مېرمنې وايي، دې ادعاوو دوی اندېښمنې کړې دي.

مېرمن طلایي زیاته کړه: “دغه ډول بې‌ځایه ادعاګانې د افغان مېرمنو په کارونو زیات منفي تأثیرات لري، ځکه له یوې خوا افغان مېرمنې په ډېرو ستونزو سره دندې ترلاسه کوي او کورنۍ ورته په سختۍ اجازه ورکوي له بلې‌خوا بیا داسې تورونه ستونزې جوړوې، نو اوس په‌دې اړه د ښځو شبکه هم کراره نه‌ده ناسته او لويې څارنوالۍ ته‌يې یو مکتوب استولی، څو دغه قضیه په جدي ډول وڅېړي.”

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو یوه فعاله شکریه جلالزۍ وايي، دې موضوع په دولتي ادارو کې د افغان مېرمنو په کار منفي اغېز کړی دی.

تېره ورځ اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم په ارګ ماڼۍ کې د اخلاقي فساد په اړه راپورونه ټکان ورکوونکي وبلل او په‌دې برخه کې يې په جدي پلټنو ټينګار وکړ.

راپور: اکرام‌الله اکرام

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.