پاکستان: ډیورنډ رسمي پوله ده او نه منل یې سوله زیانمنولی شي

 

تاند، شنبه، د سنبلې ۳۰مه: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د کابل هغه خبره رد کړه چې ګواکې د تورخم د ۲۴ ساعته پرانیستل کېدو هرکلی کوي خو ډیورنډ د دواړو هېوادونو په منځ کې د رسمي کرښې په توګه نه پېژني.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې په دې تړاو غیر مسوولانه ناجایزه دي: (( له افغانستان سره ټاکل شې پولې په نړیواله کچه منل شوې دي او له ټولو نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو په اساس دي.))

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو اعلامیه کې زیاته کړې، د کابل دا ډول څرګندونې یې د سولې لپاره هڅې او همکاري زیانمنولی شي.

د کابل او اسلام اباد تر منځ پر ډیورنډ کرښه ناندرۍ وروسته له هغې بیا تازه شوې چې عمران خان د تورخم بندرپرانیست او په لوحه یې لیکل شوي وو چې ګواکې له افغانستان سره پر پوله دا بندر پرانیستل کېږي، خو له دې وروسته پخواني ولسمشر حامدکرزي تورونه پورې کړل چې حکومت ډیورنډ کرښه پر پاکستان پلورلې ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.