پاکستان په خپله خاوره کې د افغان طالبانو حضور تایید کړ

 

تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په خپله خاوره کې د افغان طالبانو پر حضور اعتراف وکړ.

تر دې پخوا د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز او یو شمېر نورو پاکستاني چارواکو هم منلې وه چې د طالبانو مشران د پاکستان په خاوره کې اوسي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وروسته له دې چې امریکا پر پاکستان د طالبانو د پناهځایونو په خاطر فشارونه زیات کړل، وویل«په پاکستان کې د افغانستان د حکومت د وسله والو مخالفانو د حضور ادعا نه ردوم خو دا ډلې ممکن د پاکستان په خاوره کې په نامنظم ډول حضور ولري.»

خواجه اصف له جیو نیوز چاینل سره په مرکه کې د پاکستان په خاوره کې د حقاني شبکې د حضور په اړه د امریکايي او افغان چارواکو څرګندونو ته په اشارې وویل«دا ادعا کاملاً نه ردوم. موږ یوازې دا خبره کوو چې دوی زموږ په خاوره کې په تنظیم شوي ډول نه اوسي.»

خواجه اصف په عین حال کې ادعا وکړه چې په شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، باجوړ ایجنسیو او خیبر پښتونخوا ایالت کې د حقاني شبکې پناهځایونه له منځه وړل شوي دي. خو له دې سره سره ممکن دوی لا هم وي.

تر دې پخوا د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز ویلي و چې د افغان طالبانو مشران د پاکستان په خاوره کې اوسي خو پاکستان ضرورت نه لري چې د افغانستان جنګ په خپله خاوره کې وکړي.

تېره اوونۍ د امریکا له لوري پر پاکستان د مرستو له بندېدا وروسته د پاکستان اوسني دفاع وزیر ورته خبره تکرار کړه.

په ۲۰۱۶ م کال د افغانستان، امریکا، چین او پاکستان په څلور اړخیزو خبرو کې د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار ویلي و چې افغان طالبان به د افغانستان له حکومت سره خبرو ته حاضر کړي، پاکستان دا کار کولی شي او که طالبان خبرو ته نه حاضرېدل، پاکستان به لږترلږه د طالبانو مشران او د هغوی کورنۍ له خپلې خاورې وباسي.

خو وروسته یې وویل چې د افغانستان جنګ په خپله خاوره کې نه شي پیلولی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.