پاکستان پر کونړ لسګونه توغندي توغولي

 

(پژواک، ٢٢ لړم ٩٦): د کونړ امنيتي چارواکي وايي چې پاکستاني پوځيانو يو ځل بيا پر دغه ولايت ١٨٤ توغندي توغولي دي.

د کونړ ولايت امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت د لړم په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې پاکستاني پوځيانو پر څلورو ولسواليو ١٨٤ توغندي توغولي دي.

هغه وايي چې په دې ولسواليو کې دانګام، ناړۍ، شيګل او شلطن شامل دي.

د همت په وينا، له دې توغنديو څخه يو يې د دانګام ولسوالۍ د څاونو په سيمه کې پر يو کور لګېدلى چې له امله يې يو کس ټپي شوى او کور له منځه تللى دى.

د قوماندان د معلوماتو له مخې، د دې توغنديو د لګېدو له امله په يو شمېر سيمو کې څاروي او ګروندې هم له منځه تللي دي.

د يادونې ده، له تېرو څو کلونو راهيسې پاکستاني پوځيان په وقفه يې ډول د افغانستان پر بيلابيلو ولايتونو توغندي توغوي.

په همدې موده کې د يادو توغنديو د لګېدو له امله يو شمېر کسان وژل شوي، ځيني نور ټپيان شوي او ګڼ شمېر کورنۍ هم بې ځايه شوي دي.

افغان حکومت څو ځلې هڅه وکړه، څو د پاکستان د دې کار مخه د ديپلوماتيکو لارو ونيسو خو تر اوسه نه دي بريالي شوي.

بل لور ته ډېرى افغانان ټينګار کوي چې د پاکستان د دې کړنې پر وړاندې بايد ورته عمل ورسره وشي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.