پاکستان پر افغانستان د توپ ګولۍ وویشتې

 

 

تاند- په سند ایالت کې د شهباز قلندر په زیارت کې د اسلامي دولت له لوري له انتحاري حملې وروسته پاکستان له یوې خوا د افغان کډوالو په ځورولو پیل کړی او له بلې خوا یې پر افغانستان د توپونو او نورو درنو وسلو ګولۍ ویشتي دي.

افغان چارواکي وايي، پاکستان پر ننګرهار ولایت د توپونو ګولۍ ویشتي دي.

د ننګرهار امنیه قوماندان ګل اغا روحاني اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل، پاکستان نن /جمعه/ سهار وختي د ننګرهار پر لالپوره ولسوالي د توپ یو شمېر ګولۍ وویشتې.

په کونړ کې ۲ تنه شهیدان شول

د کونړ امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه د پاکستان له لوري پر سرکاڼو ولسوالي د توپ په لسګونو ګولۍ وویشتل شوې.

د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویندوی فرید الله دهقان وویل، د پاکستان له لوري د توپونو ویشتل د شپې په ۱۰ بجې پیل شو او څو ساعته یې دوام وکړ.

د دهقان په وینا یو راکټ د سرکاڼو پر استوګنه سیمه ولګېد او د یوې کورنۍ ۲ غړي یې شهیدان کړل.

پاکستان تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي خو وايي چې تېره شپه یې تورخم دروازه بنده کړه او نن یې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ته د ۷۶ تنو لیست، چې په افغانستان کې پټ دي، ورکړ او ورڅخه ویې غوښتل چې دا کسان پاکستان ته وسپاري.

په همدې حال کې پاکستاني پولیسو د دغه هیواد په بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو لړۍ یو وار بیا په شدت پیل کړې ده.

پاکستاني رسنۍ وايي چې پولیسو د سند د حملې په شک تراوسه پوري ۴۷ تنه نیولي دي. دوی د نیول شویو کسانو هویت نه دی څرګند کړی.

په سند کې د شهباز قلندر زیارت د انتحاري حملې مسوولیت اسلامي دولت ډلې په غاړه واخیست. دې ډلې په وروستي یو کال کې په افغانستان کې د ګڼو حملو مسوولیت منلی دی.

ولسمشر غني د پاکستان حمله وغندله

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان په سند ایالت کې د شهباز قلندر په زیارت کې د تېرې شپې حمله په کلکه وغندله.

د وروستیو راپورونو له مخې په دغه برید کې ۷۵ تنه وژل شوي دي.

غني ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه د اسلامي دولت په شمول، چې د شهباز قلندر د زیارت د حملې مسوولیت یې منلی، له ټولو تروریستی ډلو سره جنګېږي.

ولسمشر غني په دې بیغام کې، چې نن /جمعه/ یې خپور کړی، همداراز ویلي چې تروریستی ډلې تل هڅه کوي چې په افغانستان او د نړۍ په نورو هیوادونو کې ملګي وګړي په نخښه کړي.

ده د شهباز قلندر په زیارت کې انتحاري حملې ته په اشارې ویلي«صوفیانو تل د خلکو ترمنځ د سولې او ورورګلوۍ تبلیغ کړی دی، خو تروریستانو یو وار بیا ثابته کړه چې دوی اسلامي ارزښتونو ته هیڅ راز درناوی نه لري.»

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.