پاکستان ولې له افغان حکومت اسلم فاروقي غواړي؟

دآزادی راډیو

پاکستان له افغان حکومت څخه غوښتي دي چې د اسلامي دولت، داعش ډلې د خراسان څانګې مشر اسلم فاروقي دې هېواد ته سپاري.

فاروقي چې اصلي نوم‌یې عبدالله اورکزی دی د شنبې په ورځ د وري په ۱۶مه د افغانستان د ملي امنیت ادارې له‌خوا په کندهار کې ونیول شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وايي، په اسلام‌اباد کې افغان سفیر عاطف مشعل د وري په ۲۱مه نېټه دې وزارت ته وغوښتل شو او ورته وویل شول چې فاروقي په پاکستان کې په ډېرو ترورېستي حملو کې لاس درلود.

د بیان له مخې چارواکو مشعل ته وویل چې د اسلامي دولت ډلې دا مهم مشر د نورو تحقیقاتو لپاره باید پاکستان ته وسپارل شي. په بیان کې همداراز ټینګار شوی چې پاکستان او افغانستان د ترورېزم د ګواښ پر ضد اقدامات باید سره همغږي کړي.

افغان حکومت تر اوسه په دې برخه کې غبرګون نه‌دی ښودلی، خو د پاکستان دې غوښتنې په افغانستان کې یو لړ پوښتنې رابرسېره کړې دي.

مهمه پوښتنه دا ده چې پاکستان پر کوم بنسټ د داعش له دې مهم مشر څخه د تحقیقاتو خبره کوي؟ په داسې حال کې چې دې ډلې تر ټولو زیاتې او خونړۍ حملې په افغانستان کې کړي.

په کابل کې د سولې او شخړې د مطالعاتو مرکز مرستیال حکمت اعظمي وايي د ملي وحدت د حکومت په کلونو کې به افغانستان د پاکستان او چین د وګړو په ګډون بهرني جنګیالي نورو هېوادونو ته سپارل او پاکستان اوس هم د همغه تعامل په اساس د فاروقي د سپارلو تمه لري
ښاغلی اعظمي زیاتوي: “په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې چې حنیف اتمر د ملي امنیت سلاکار و، پالېسي دا وه چې هغه بهرنیان چې په افغانستان کې بندیان وو، هغه خپلو هېوادونو ته واستوي چې ډېر یې واستول، نو فکر کوم چې پاکستان تر اوسه هماغه تمه لري چې پاکستاني جنګیالي په تېره د اسلم فاروقي په شان قوي ترورېستان دې وروسپارل شي.”

فاروقي یوازنی پاکستانی ترورېست نه‌دی چې په افغانستان کې په بند کې دی، بلکې ډېر پاکستاني وګړي په افغانستان کې بندیان دي، نو بیا اسلام‌اباد ولې د فاروقي سپارل غواړي په داسې حال کې چې د نوموړي تحقیقات په افغانستان کې تر اوسه نه‌دي بشپړ شوي؟

ښاغلی اعظمي په دې باور دی چې د داعش ډلې د خراسان د برخې مشر د پاکستان لپاره ډېر مهم دی او ځکه ټینګار پرې کوي.

د بشري حقونو څار ټولنې له افغان حکومت څخه غوښتي چې فاروقي د یوې عادلانه محاکمې په ترڅ کې په جنګي جرایمو محکوم کړي. هیومن رایټس واچ چې مرکز یې په نیویارک کې دی په یو بیان کې چې تېره دوشنبه خپور شو ویلي، په افغانستان کې پر ملکي وګړو د ترورېستي حملو په تنظیمولو تورن فاروقي باید د بشري حقونو له نړیوالو معیارونو سره سم محاکمه شي او د محکمې په جریان کې باید د دې حملو قربانیان حاضر وي او شهادت ورکړي.
د داعش ډلې خراسان څانګې، په افغانستان کې د ډېرو هغو حملو مسؤلیت منلی چې ملکي خلک په‌کې وژل شوي. د دې ډلې وروستۍ حمله د مارچ په ۲۵مه په کابل کې د افغان سېکهانو پر یوه ګوردواره وه چې لږترلږه ۲۵ ملکي وګړي په‌کې ووژل شول.

کابل کې پر ګوردواره د داعش حمله کې وژل شوي افغان سېکهان
کابل کې پر ګوردواره د داعش حمله کې وژل شوي افغان سېکهان
همداراز د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ دې ډلې په پلازمېنه کابل او نورو ښارونو کې د شیعه مسلمانانو پر جوماتونو انتحاري حملې وکړې چې سلګونه ملکيان په‌کې مړه او ټپیان شول.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.