پاکستان وايي، له افغانستان سره یې د اوربند پر دوام موافقه وکړه

 

 

تاند- پاکستاني رسنۍ وايي، افغانستان او پاکستان د چهارشنبې په ورځ /مې ۱۷/ موافقه وکړه چې تر هغو به اوربند ته دوام ورکوي چې د سپین بولدک ولسوالۍ د دوو کلیو (لقمان او نظر) په اړه موافقې ته رسېږي.

د پاکستان اسوشیتید پریس خبري اژانس د خپل هیواد د پوځ د خبرپاڼې له مخې وايي چې د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو د چارواکو ترمنځ په سپین بولدک – چمن دروازه کې پرون /چهارشنبه/ غونډه وشوه او په دې اړه پرېکړه وشوه.

اژانس وايي چې د پاکستاني پلاوي مشري په بلوچستان کې د سرحدي ملېشه قول اردو قوماندان او د افغان پلاوي مشري د سرحدي پولیسو قوماندان کوله.

پاکستاني اژانس وايي چې افغان پلاوي تر هر راز موافقې وړاندې جهانګیري (نظر) او لقمان کلیو ته نژدې د ډیورند کرښې له اوږدو څخه د پاکستاني پوځیانو د لېرې کېدو غوښتنه وکړه.

دواړه کلي د افغان امنیتي ځواکونو تر کنترول لاندې دي خو پاکستاني رسنۍ غواړي خپلو خلکو ته داسي وښيي چې دا سیمې د دوی په لاس کې دي.

دوی په وروستیو کې ادعا کړې وه چې ۱۵۰ افغان سرحدي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله واړوله خو وروسته څرګنده شوه چې تر دې په ځلونو لږ مګر ډېره مرګ ژوبله پاکستاني ځواکونو ته اوښتې ده.

د لقمان او نظر (جهانګیر) کلي، د بریتانیايي استعمارګر د استازي ډیورنډ له کښلې کرښې دې خوا (افغانستان) ته دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.