پاکستان له افغانستان سره درېمه رسمي ترانزیتي لار رسماً پرانیسته

 
تاند- له سپین بولدک او ترخم وروسته د خوست ولایت غلام خان بندر درېمه رسمي ترانزیتي لار ده چې د پاکستان ولسمشر خاقان عباسي په یو لړ مراسمو کې پرانیسته.

څه موده مخکې هم دا لار موقتاً برانیستل شوه خو افغان چارواکو وویل، یوازې هغه مهال له پاکستان سره راکړه ورکړه او د راکړې ورکړې د لارو هرکلی کوي چې له سوداګرۍ او ترانزیت څخه د سیاسي غرضونو لپاره کار وانخیستل شي.

د افغان سوداګرو او چارواکو په وینا پاکستان له سوداګرۍ څخه د سیاسي فشارونو په توګه کار اخلي او د دې ناسمې پالیسۍ په نتیجه کې یې ډېر اقتصادي تاوان لیدلی دی.

افغانستان ته د پاکستان صادرات له شاوخوا دوه نیم ملیارد ډالرو څخه دوولس سوه ملیون ډالرو ته راټیټ شوي خو د دې په مقابل کې افغانستان ته د ایران صادرات تر دوه ملیارد ډالرو اوښتي دي.

ویل کېږي چې اوس د افغانستان او پاکستان سوداګري راکړې ورکړې په سلو کې ۷۰ کمې شوي دي.

د نشنل عوامي ګوند یو مشر میا افتخار وايي، د پاکستان د حکومت غلطې پالیسۍ سبب شوي چې پاکستان په ځانګړي ډول پښتانه زیات اقتصادی تاوان وکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.