پاکستان د افغانستان د سولې په اړه د ولسمشر ټرمپ لیک ته ځواب لیکلی

 

تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د صدراعظم عمران خان په امر د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د لیک ځواب لیکي.

پاکستاني رسنیو د شنبې په ورځ وویل، د دغه هیواد صدراعظم عمران خان امر کړی چې د بهرنیو چارو وزارت دې د امریکا د ولسمشر د لیک ځواب ولیکي.

ولسمشر ټرمپ تېره اوونۍ اسلام اباد ته د زلمي خلیلزاد له سفر سره په یو وخت عمران خان ته په استولي لیک کې له پاکستانه غوښتي و چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره طالبان د سولې خبرو ته چمتو کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان د سولې لپاره یې د امریکا د ولسمشر د غوښتنو د ځواب لپاره لیک چمتو کړی دی.

دا وزارت وايي چې ولسمشر ټرمپ ته یې ویلي چې پاکستان هڅه کوي چې له خپل نفوذ څخه په استفادې طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي او دا بهیر چټک کړي.

په دې لیک کې همداراز ډېر ټینګار د امریکا او پاکستان پر اړیکو شوی او له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتل شوي چې له پاکستان سره د خپل هیواد اړیکې ښې او نژدې کړي.

پاکستان له امریکا څخه په ملیاردونو ډالره مرسته ترلاسه کوله خو له کله چې امریکا پر دې هیواد مرستې درولي پاکستان له دېوالیه توب سره مخامخ شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له واشنګټن څخه به وغواړي چې له اسلام اباد سره سوداګري اړیکې، چې په وروستیو کلونو کې په ځوړ روانې دي، بېرته ښه کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.