پاکستان ته د افغان پلاوي سفر او د سولې عالي شورا محتاطانه خوشبیني!

 

دآزادی راډیو

د افغانستان د سولې عالي شورا پاکستان ته د افغان پلاوي د وروستي سفر او له وسله‌والو طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل په اړه محتاطانه خوشبیني څرګندوي.

د سولې عالي شورا ټینګار کوي چې پاکستان باید دا ځل له وسله‎والو طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل په اړه له کړو وعدو په شا نه‎شي او په دې برخه کې رښتیني او صادقانه ګامونه اوچت کړي.

د دغې شورا مرستیال مولوي عطالرحمن سلیم چې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۸» د سولې له بهیره د ځوانانو د ملاتړ یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، پاکستان هغه هېواد ته له تللي افغان پلاوي سره په دې اړه ژمنې کړې دي.
نوموړی وايي:

“دا ځل موږ هیله‎مند یو چې د تېر په څېر به نه‎وي، د پاکستان حکومت باید دا ځل د سولې په اړه په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي او د سولې د خبرو د پیل په اړه‎یې چې کومې وعدې کړي، په دې برخه کې عملي ګامونه اوچت کړي.”

خو دا چې دا ځل د پاکستان حکومت افغان پلاوي ته د سولې د خبرو د پيل په اړه کومې ژمنې ورکړې، ښاغلي سلیم‌یې په اړه جزئیات ورنه‎کړل.

وړمه ورځ د پاکستان حکومت په بلنه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په مشرۍ یو لوړپوړی افغان پلاوی اسلام‎اباد ته تللی وو او د هغه هېواد له چارواکو سره‌یې د عمل پلان طرحې د پلي کېدو په ګډون په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

افغان حکومت د پاکستان د پوځ مشر ته کابل ته د ورتګ بلنه هم ورکړې ده، خو دا چې په کومو موضوعاتو به خبرې وکړي، د سفر په اړه‌یې جزئیات نه‎دي خپاره شوي.

د سولې د عالي شورا مرستیال که څه هم د وخت او ځای په اړه کره معلومات ورنه‎کړل، خو ویې‌ویل چې په راتلونکي کې به د افغانستان د جګړې د ناروا بللو په اړه د ۳۳ هېوادونو د دیني عالمانو یوه نړیواله غونډه هم جوړه شي.
​دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د عالمانو شورا یو غړي نور پاچا حماد څو ورځې مخکې ازادي راډیو ته ویلي و چې دغه غونډه له کوچني اختر وروسته په سعودي عربستان کې جوړېږي.

حقیقت څه دی؟

بېل خپروونکی
په ورته وخت کې د ځوانانو چارو مرستیال ډاکتر کمال سادات له وسله‎والو طالبانو وغوښتل چې د افغان ولسمشر د سولې وړاندیز ومني.

دی وايي:

“موږ دا غږ له خپل ولسمشر سره بدرګه کوو او په خپلو مخالفینو باندې غږ کوو چې د سولې له دغه بهیر سره یوځای شئ، تاسې «مخالفین» باید له مخالفتونو لاس واخلئ او د سولې له دغه بهیر سره ملګري شئ.”
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل پروسې په دوهمه ناسته کې وسله‎والو طالبانو ته له قید او شرط پرته د خبرو وړاندیز وکړ، خو وسله‎والو طالبانو تر اوسه په‎دې اړه کوم رسمي نظر نه‎دی څرګند کړی.

له دې وړاندې هم پاکستان له افغان حکومت سره ژمنه کړې وه چې وسله‎وال طالبان به د سولې د خبرو مېز ته کېنوي، خو هغه هېواد تر اوسه خپلې دغه ژمنې نه‎دي عملي کړي.

د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عطاالرحمن سلیم وايي، تر کومه چې پاکستان عملي ګامونه اوچت نه‌کړي، پخوانیو ژمنو ته‌یې په کتو پرې باور نه‎شي کېدای.

راپور: رحمت‎الله افغان

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.