پاکستان او طالبانو د امریکايي پوځیانو د ایستلو د پرېکړې هرکلی وکړ

 
تاند- لوېدیځې رسنۍ وايي، پاکستان او وسله والو طالبانو له افغانستان څخه د نیمايي امریکايي پوځیانو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر د وروستۍ پرېکړې هرکلی کړی دی.

(دي سکاټش هیرالډ) ورځپاڼې ویلي، له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو اعلان به له طالبانو سره د سولې لپاره هلې ځلې له ستونزو سره مخامخ کړي ځکه چې طالبان به فکر کوي چې د ټولو امریکايي پوځیانو تر وتلو او د افغانستان د حکومت تر کمزوره کولو پورې جګړې ته دوام ورکولی شي.

د نیویارک پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د ولسواکۍ د دفاع د امریکايي انستیتیوت د افغانستان د چارو شنونکی بیل روګیو وايي«د ټولو امریکايي پوځیانو د وتلو په صورت کې ډېر احتمال شته چې طالبان د افغانستان په بېلابېلو برخو کې کلیدي سیمې ونیسي.»

ریګو همداراز اټکل کوي چې ممکن افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه سره وپاشل شي او جګړه مار بیا واکمن شي چې په نتیجه کې به یې د افغانستان په هره کوڅه کې خپلمنځي نښتې ونښلي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

له بلې خوا کنساس سیټي سټار ورځپاڼې ویلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ د پرېکړې هرکلی کړی دی.

شاه محمود قریشي نن /شنبه/ په ملتان ښار کې خبریالانو ته وویل چې دا پرېکړه د افغان طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د خبرو لپاره ښه ده.

ده دغه راز ویلي چې پاکستان د سولې د وروستیو خبرو هرکلی هم کوي چې په ابوظبي کې وشوې.

طالبانو ویلي چې د امریکايي پوځیانو وتل ښايي د سولې له ټینګېدو سره مرسته وکړي.

څو نورو لوېدیځو ورځپاڼو هم د طالبانو د بې نومو غړیو په قول ویلي چې دا ډله د امریکايي پوځیانو د وتلو اعلان مثبت ګام ګڼي او وايي چې له کبله به یې د اعتماد فضا رامنځته شي.

د طالبانو رسمي ویندویانو تراوسه پورې د ولسمشر ټرمپ د پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.

دا هم تراوسه پورې څرګنده نه ده چې د ښاغلي ټرمپ پرېکړه د ابوظبي د سولې له خبرو سره تړاو لري او که نه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.