پاکستان: افغانستان دې له طالبانو سره د سولې لپاره جامع پلان وړاندې کړي

 

 

تاند- پاکستان له افغانستان څخه وغوښتل چې له طالبانو سره د سولې لپاره یو هراړخیز او باوري پلان وړاندې کړي.

د لوېدیځو رسنیو د راپور له مخې، دا خبره نن /دوشنبه/ په اسلام اباد کې رسمي سرچینو اعلان کړه.

د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې هم لیکلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي ورته ویلي «موږ له افغان مشرانو توقع لرو چې په کابل کې راتلونکې میاشت په مهم کنفرانس کې یو جامع وړاندیز وکړي څو پر اساس یې طالبان خبرو ته حاضر شي»

د کابل د کنفرانس هدف هم له اوسنۍ شخړې څخه د افغانستان د ژغورلو لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع رامنځته کول دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت جګپوړي چارواکي، چې ایکسپریس تریبیون یې نوم نه دی یاد کړی، ویلي چې «د ګاونډي هیواد (افغانستان) چارواکي باید یو داسې پلان وړاندې کړي چې د دولت وسله وال مخالفان یې د سولې خبرو ته تشویق شي.»

تېره اوونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی د افغانستان لپاره د امریکا پر نوې ستراتیژۍ نیوکه وکړه، ویې ویل چې تمه نه لري چې دا ستراتیژي دې نتیجه ورکړي.

طالبانو هم د امریکا نوې ستراتیژي غندلې ده.

د ایکسپریس تریبیون پر اساس، راتلونکې اوونۍ به د پاکستان یو جګپوړی پلاوی کابل ته لاړ شي چې د کابل تر کنفرانس وړاندې د دوو هیوادونو ترمنځ اختلافات کم کړي.

د افغانستان حکومت باور لري چې که پاکستان وغواړي طالبان د سولې خبرو او د جګړې بندولو ته حاضرولی شي.

پاکستان په تېرو کلونو کې هم په کابل او نورو ښارونو کې د طالبانو له وژونکو حملو وروسته داسې څرګندونې کړي چې سولې او پخلاینې ته یې هیلې غوړولي دي.

د کتونکو په باور پاکستان په دې ډول غواړي چې د انتقاد ګوته ورته ونه نیول شي او د طالبانو د ساتنې په خاطر تر زیات فشار لاندې رانه وستل شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.